Skip to content

تقـوا د کـومـو خلکـو لپاره ده

علم الیقین

دا خلک دنیا داره وي. د شُنید په مقام کې وي. د علم په وسیله یقین ته رسیږي. د هغوی ايمان د یو او بل په خبرو اوریدو باندې قایم وي. ګمراه کیدلې هم شي. دوی ته ورکړه د تقوا سره نه، بلکه د زیار ویستلو سره کېږي. دوی لپاره اړینه نده که حصول د رزق حلال وي او که حرام!

عین الیقین

دوی ته د تارک الدنیا د ویلو باوجود هم، له دنیادارانو سره یوځای اوسیږي، مګر د دوی رُخ او زړه رب لوري ته وي. دوی ته اکثراً رحماني مناظر هم ښودل کېږي. دوی د دید په مقام کې وي. دوی ته عطا د جایزو هلو ځلو وروسته کېږي. د ناجایز عمل سره دوی ته تاوان رسیږي.

حق الیقین

دا خلک د رسید په مقام کې وي، یعنی د الله له لوري ورته کومه مرتبه ورکول کېږي او د الله په نظرِ رحمت کې راځي. دوی ته فارغ الدنیا ویل کېږي. په دنیا کې د شتون باوجود هم د جایز او ناجایز کاروبار څخه لرې پاتې کېږي. که دوی ځنګلونو کې استوګن شي نو الله دوی ته په هماغه ځای کې رزق رسوي. دا د تقوا منزل دی. د روحانیت د مسلک ابتدائي خلک د تقوی خبره ضرور کوي خو په دې کې بریالي کیدلې نشي.

د ژباړې معلومات

دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.

د چاپ حق © 2026 مهدي فاونډېشن نړیوال