Skip to content

د نفــس تــذکـــره

دا یوه شیطاني جرثومه ده. د نامه سره موقعیت لري. ټولو نبیانو او ولیانو د دې له شر څخه پناه غوښتلې ده. د دې خواړه، فاسفورس او بد بوی دی چې په هډوکو، څکرو او د غوا په غوشائي کې هم موندل کېږي. هر مذهب د جنابت څخه وروسته په غسل باندې ټینګار کړې دی، ځکه چې د جنابت بد بوی، د پوستکي د سوریو څخه هم د باندې راوځي. بویناکه څښاک او هاغه څاروي چې بویناکه غوښه لري، هم منع کړلې شول.

د ازل د ورځې الله ته مخامخ ټول روحونه د جمادي روحونو پورې له یو بل سره آشنا او متحد شوي وو. په انسان کې د جمادي روح د شتون له امله، هغه په دې برلاسې شو چې د ډبرو څخه کورونه جوړ کړي او د نباتي روح په وجه یې د ونو د لرګیو څخه چتونه جوړ کړل. د ونو له سیوري څخه هم مستفیض شول، ونو دوی ته صفا سُتره آکسیجن ورساوه. د وروسته صف حیواني روحونه چې کله دنیا ته راغلل او څاروي ورڅخه جوړ شول، د ټولو انسانانو لپاره حلال کړلې شول. او د همدې ټولګي اړوند مرغان هم حلال کړلې شول.

د الله چپ لوري ته جنات او سِفلي مؤکلین راڅرګند شول بیا د هغوی څخه شاته، خبيث روحونه چې په پای کې د الله دښمنان شول. البته هغه حیواني، نباتي او جمادي روحونه چې د خبیثو ترشا راڅرګند شوي وو، هغوی د انسانانو سره دښمني وکړه. کله چې د همدې ټولګي پورې اړوند جمادي روحونه پر ځمکه را نازل شول، د ځمکی ایره یې په څکرو بدله کړه، د کوم ګاز چې انسانانو ته زیان رسوي. د دې ټولګي نباتي روحونو څخه له خطره ډکې، اغزي لرونکې او انسان خوړونکې ونې رامنځته شوې او د همدې ټولګي اړوند حیواني روحونو څخه، انسان خوړونکي او درنده ځناور منځته راغلل. د خبیثو د ټولګي پورې اړوند مرغان هم د انسانانو سره د دښمنۍ د خصلت په وجه حرام کړلې شول. د هغوی نښاني دا ده چې هغوی په پنجو خواړه رانیسي او خوري یې.

د ښې اړخ روحونه یې د انسانانو د خادمانو، پیغام وړونکو او مرستندویانو په توګه وټاکل او انسان ته یې د ټولو څخه زیات فضیلت ورپه برخه او خپل خلیفه یې مقرر کړ. اوس د انسان، اختیار، هڅه او قسمت دی چې خلافت قبلوي او یا يې رد کوي.

نفس په خوب کې له جسم څخه بیرون وځي او د هماغه انسان په څیره کې د جناتو په شیطاني محفلونو کې څریږي. د نفس سره خناس مل وي چې شکل یې د فیل په څیر دی، چې د نفس او زړه ترمنځ ځای پر ځای کېږي او د انسان د ګمراه کولو لپاره د نفس مرسته کوي. د دې سربیره، څلور نور مرغان هم د انسان د ګمراه کولو لپاره په څلورو لطائفو باندې نښلي، لکه: د قلب سره چرګ، چې له امله یې پر زړه باندې د شهوت غلبه وي. د قلب د ذکر سره دا چرګ په مُرغِ بسمل بدلیږي او د حلال او حرام شعور را پیدا کوي. بیا دې قلب ته سلیم قلب ویل کېږي.

د سِري سره کارغه، د کارغه په وجه حرص، او د خفي سره طاووس، د طاووس په وجه حسد، او د اخفٰی سره کوتره، د کوترې په وجه بُخل را منځته کېږي، او د دوی خصلتونه باعث د دې کېږي چې لطائف په حرص او حسد مجبور کړي، البته ترهاغه وخت پورې چې لطائف منوره شي. د ابراهيمؑ د جسم څخه همدغه څلور مرغان راویستل شول او د پاکولو څخه وروسته دوباره د هغه په جسم کې داخل کړلې شول. د پاکو خلکو له مړینې وروسته دا مرغان په ونو کې اوسیدل پیل کوي. ګڼ شمېر خلک د ریاضت په خاطر په ځنګلونو کې د یو څو ورځو د اوسیدلو وروسته، د مرغانو په څیر غږونه وباسي.‌ دا مرغان د هغوی سره اشنا کېږي او د هغوی سره د کوچنیو ناروغیو په درملنه کې مرسته کوي.

یوه مهـــمه نکتــه

"د نفس تعلق شیطان سره دی"

"د سینې پنځه لطائفو تعلق د پنځه رسولانو سره دی. د انا تعلق د الله سره دی"

"په همدې ډؤل د دې جسم تعلق د کامل مرشد سره دی"

"پورته هر مخلوق چې له اړوند کس سره اړیکه ونلري، هغه له خپل روحاني فیض څخه محروم دی"

د ژباړې معلومات

دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.

د چاپ حق © 2026 مهدي فاونډېشن نړیوال