د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي د باطني شخصیت ځینې انتخاب شوې ځانګړتیاوې
د ۱۹ کلونو په عمر جسهؑ توفيق الٰہي ورکړل شوې وه چې یو کال ورسره مل وه او د هغې د اثر له وجی یې کالي څیرې، او په یو لنګوټي کې جام داتارؒ ځنګل ته تللی وه.
جسهؑ توفيق الٰہي د لنډې مودې لپاره ورکړل شوې وه، چې د ۱۴ کلونو لپاره غیب شوې وه او بیا په ۱۹۷۵ کال کې د سیون شریف ځنګل ته د تللو سبب، همدغه جسهؑ توفیق الٰہي وه.
جسهؑ توفيق الٰہي د لنډې مودې لپاره ورکړل شوې وه، چې د ۱۴ کلونو لپاره غیب شوې وه او بیا په ۱۹۷۵ کال کې د سیون شریف ځنګل ته د تللو سبب، همدغه جسهؑ توفیق الٰہي وه.
جسهؑ توفيق الٰہي او طفلِ نوري، د روحونو، ملائکو او لطائفو څخه هم اعلى مخلوقات دي او د ملائکو په څیر په مستقیمه توګه د رب سره تړاو لري او د دوی مقام، مقامِ احدیت دی.
د ۳۵ کلونو په عمر په ۱۵مه د روژی ۱۹۷۶ کال کې یو نطفه د نور یې قلب کې داخله کړلې شوه، څه موده وروسته دا نوري نطفه د روزنې لپاره بیلابیلو مقاماتو ته وړل شوې وه. په ۱۵مه د روژې ۱۹۸۵ کال کې کله چې سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي حیدر آباد کې په دنیاوي ماموریت ګومارل شوي وه، هماغه نوري نطفه، د طفلِ نوري درجې ته په رسیدو په کامله توګه تاسو ته حواله کړلې شوه، چې له امله یې په دربار رسالت کې تاسو ته تاجِ سلطاني په سر کړلې شو. طفلِ نوري ته په ۱۲ کلونو کې مرتبه عطا کېږي مګر دنیاوي ماموریت په وجه دا مرتبه په ۹ کلونو کې عطا کړل شوه.
د ژباړې معلومات
دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.