Skip to content

مقدمه

په سپوږمۍ، لمر، حجرالاسود، شیومندِر او ګڼ شمېر نورو ځایونو کې د سرکار ریاض احمد ګوهرشاهي د انځور له ښکاره کیدو وروسته، د ډیرو مسلمانانو او غیر مسلمو دا خیال او یقین دی چې سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي، مهدي، کالکي اوتار او هماغه مسیحای عالم دی د چا ذکر چې په بیلابیلو مذهبي کتابونو کې راغلې دی.

راځئ! تاسو هم د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي د ازموینې هڅه وکړئ او زمونږ سره د پلټنې لپاره اړیکه ونیسئ. تاسو کولی شۍ چې د هغوی د کتابونو له لارې هم، د هغوی د پیژندلو هڅه وکړئ.

محمد يونس الګوهر
(لندن، انګلستان)

تبصره:

پورتنۍ مقدمه د امام مهدیؑ د ټاکل شوي استازي، محمد یونس الګوهر له لوري لیکل شوې ده. د مقدمې محتوا د لوستونکو پام د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي د مهديت مرتبې لوري ته را اړوي. دا د حقیقت او حقیقي شواهدو د ترویج لپاره یوه غیرمستقیمه کړنلاره ده ترڅو ثابته کړي چې، سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي امام المنتظر دی. زیات شمیر خلک حیران دي چې ولې امام مهدي علیه السلام خپله مرتبه اعلان نکړه.

سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي اکثراً فرمایي: (مشک آنست که خود ببوید نه آنکه عطار بګوید) یعنی رښتینې خوشبويي هغه ده چې پخپله فضا معطره کړي، نه دا چې عطر خرڅوونکې د هغې تعریف وکړي. د امام مهدي په اړه د پاکستان ظالمانه قوانین نه یوازې د کاذبه مهدیانو څخه د خلاصون په برخه کې مرستندویه ثابت نه شول، بلکه دې قوانینو د رښتوني امام مهدي په لاره کې هم خنډ رامنځته کړ. د چا په اړه چې خدای غواړي په آسمانونو او د انسانانو په ځانونو کې د هغه نښې راڅرګندې شي.

حضرت محمد ﷺ تر هاغه وخته پورې اسلام په ښکاره ډول تبلیغ نه کړ تر څو چې عمر بن الخطاب ورسره مل نه شو. په ورته ډول، امام مهدي علیه السلام خپل ځان په خفا کې ساتلې دی او خپله مرتبه یې نه ده اعلان کړې، ځکه چې هغه هم د حضرت محمد ﷺ په څیر، په دې دوره کې د یو عمر بن الخطاب په انتظار دی. سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي زیاته کړه: امام مهدي به د خپلې مرتبې اعلان نکوي مګر د امام مهدیؑ نږدې پیروان به هغوی د زړه د ذکر په وسیله، چې د دوی زړونه یې پرې منور کړي، وپیژني.

ډیر القاب یو شخصیت: امام مهدي، مسیحای عالم او کالکي‌اوتار

دا باید په ځیرکتیا سره درک شي چې المنتظر په بیلابیلو لقبونو سره پیژندل کیږي. د مهديت ځینو جعلي ادعا کوونکو له خندا ډکې ادعاوې ترسره کړي او د مهدیت د مرتبې د اثبات په خاطر له اساساتو او ذهني وضاحت څخه ډیر لرې تللي دي.د مثال په ډؤل مرزا غلام احمد قادیاني باید د عیسی مرګ ثابت کړي، ترڅو دې د عیسی ځای ناستې شي. په همدې توګه د مهدیت مرتبه ثابتول او ځان لپاره د نوي زیږیدلي عیسی مرتبه هم باید ثابته کړي.

د ژباړې معلومات

دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.

د چاپ حق © 2026 مهدي فاونډېشن نړیوال