ســـریـزه
د ریاض احمد ګوهر شاهي له لوري
۱ـ کوم مذهبونه چې د آسماني کتابونو په وسیله رامنځته شوي ټول صحیح دي، په شرط د دې چې بدلون پکې نه وي ترسره شوی.
۲ـ مذهبونه د کښتۍ او علما د ماڼو په څیر دي، که په یو کې هم نقصان رامنځته شي منزل ته رسیدل ستونزمن کېږي.
البته اولیا الله کولې شي چې زیانمن شوې کښتۍ هم په خوندي توګه ساحل ته ورسوي. له همدې امله ګوډ مات (په عمل کې سست) خلک د ولیانو شاوخوا را ټولیږي.
۳ـ د مذهب څخه پورته د الله محبت دی، چې د ټولو مذهبونو عرق دی. او د الله نور د لارې مشعل دی!
۴ـ درې حصې د ظاهري علم دي او یوه حصه د باطن د علم ده، کومه چې د خضر ؑ (وشنو مهاراج) په وسیله عامه کړلې شوه. د الله مینه د هغه د قرب وسیله ده. په کوم زړه کې چې الله نه وي سپې پر هغه شرف لري، ځکه چې هغه د خپل مالک سره مینه لري او د مینې په وسیله د خپل مالک قرب لاس ته راوړي، که نه چېرې یو نجسه سپې او چېرې حضرتِ انسان!
۵ـ که ته د جنت او حورو غوښتونکې یې بیا ښه ډیر عبادت وکړه، ترڅو د پورته څخه پورته جنت ترلاسه کړې!
۶ـ که ته د الله غوښتونکې یې بیا د روحانیت علم هم زده کړه، ترڅو د صراط مستقیم په لور قدم واخلې او د الله وصال ته ورسیږی!
د ژباړې معلومات
دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.