د مُـــراقبې په اړه
زیات شمېر خلک د روحونو (لطائف) د بیداره کولو او پیاوړي کولو څخه مخکی، د مراقبې هڅه کوي. د هغوی یا خو مراقبه سرته نه رسیږي یا د شیطان په دام کې راښکیل کیږي. مراقبه د خاصو خلکو عمل دی. د چا چې نفس پاک او قلب صاف شوی وي. د عامو خلکو مراقبه ناداني ده، حتی که د هر ډؤل ظاهري عبادت په وسیله هم ترسره شي! د نور په وسیله د روحونو د طاقت یوځای کول او یو ذیعلاقه مقام ته د رسیدلو نوم، مراقبه ده.
ولایت د نبوت څلویښتمه حصه ده.
د نبي هر خوب، هره مراقبه، هر الهام او هره وحې، صحيح وي. هغه تصدیق ته اړتیا نلري. مګر د ولي په سلو (۱۰۰) کې څلویښت (۴۰) خوبونه، مراقبې او الهامونه صحیح او پاتې غلط وي او د تصدیق لپاره یې باطني علم ته اړتیا شته، لکه څنګه چې فرمایي:
بے علم نتواں خدارا شناخت
د علم پرته د خدای پیژندل ممکنه نه دي
تر ټولو ادنی مراقبه د قلب له بیداره کیدو وروسته ترسره کېږي، چې د قلب د ذکر پرته امکان نلري. د یوې جټکې سره انسان بیرته په هوش کې راځي. استخاره هم له قلب سره تړاو لري. له دې وروسته بیا د روح په وسیله مراقبه ترسره کېږي. درې جټکو سره بیرته راتګ ممکنه کېږي. دریمه مراقبه د انا او روح په وسیله په ګډه ترسره کېږي. روح هم جبروت پورې د انسان سره یوځای سفر کوي لکه د حضور پاک ﷺ سره چې جبرائیل جبروت پورې تللی و. مراقبه کوونکي په قبرونو کې د خښولو څخه وروسته هم په ځان نه پوهیږي، داسې مراقبه اصحاب کهف باندې راغلې وه چې له (۳۰۰) کلونو څخه زیات وخت په غار کې بیده پاتې شوي وو. په همدې ډؤل مراقبه چې کله غوث پاک باندې په ځنګل کې وارد شوه، نو د سیمې ځایمیشتي ډاکوانو په دې فکر چې مړ شوی دی، ویې غوښتل چې خښ یې کړي نو مراقبه په هماغه وخت له منځه ولاړه.
د الله له لوري د خاص الهام او د وحې پیژندنه
کله چې انسان د سینې د مخلوقاتو د بیداره کولو او منور کولو وروسته د تجلیاتو قابل شي، په دې وخت کې الله له ده سره همکلام کېږي. بې له شکه چې هغه قادرِ مطلق دی په هره وسیله انسان سره مخاطب کیدلې شي، مګر هغه د خپل معرفت لپاره ځانګړې طریقه غوره کړې ده، ترڅو د هغه دوستان د شیطان د دهوکې څخه خلاص شي.
په لومړي سر کې، تحریر په سریاني ژبه د سالک په زړه نازلیږي او د دې تحریر ژباړه هم د سالک په ژبه په نظر راځي. دا تحریر سپین او ځلانده وي او سترګې پخپل سر بندې او د هغه په نظاره شي. بیا دا تحریر د قلب څخه د سِري لطیفې په لور راځي او اضافي ځلا ترلاسه کوي. بیا دا تحریر د اخفٰی لطیفې لوري ته راځي، د اخفٰی څخه اضافي ځلا ترلاسه، ژبې ته رارسیږي او ژبه په ناڅاپي ډؤل دا تحریر لولي. که دا الهام د شیطان له لوري وي نو منوره زړه دا تحریر قابو کوي، که تحریر غښتلې وي نو د سِري یا اخفٰی لطیفه دا تحریر سوځوي. بالفرض که د لطائفو د کمزورۍ په وجه دا تحریر ژبې ته راورسید، په پای کې بیا هم، ژبه د هغه ده ویلو مخه نیسي.
په دې توګه الهام د خاص ولیانو لپاره دی البته عام ولیانو ته الله تعالی د پرښتو یا روحونو په وسیله پیغام رسوي. او کله چې د خاص الهام د تحریر سره جبرائيل هم راشي نو هغې ته وحې ویل کېږي چې دا طریقه یوازې د نبېانو لپاره ځانګړې شوې ده.
د ژباړې معلومات
دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.