Skip to content

د حضرت عیسی علیه السلام دې دنیا ته دویمځلي راتګ

د عیسی علیه السلام له سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي سره په امریکا کې ملاقات

د جولای په ۲۸ مه، ۱۹۹۷ کال لندن کې په ترسره شوې مرکه کې سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي د ملاقات ټول حقایق څرګند کړل

Jesus and Sarkar

زه د مۍ په ۲۹مه ، ۱۹۹۷ کال کې د (ایل ماونټي لاج هوټل) د امریکا په نیو مکسیکو ایالت د طاووس په سیمه کې استوګن شوی وم. د شپې په دویمه حصه کې ما په خپله کوټه کې د یو چا شتون حس کړ. په کوټه کې زیاته رڼا نه وه. ما دا احساس وکړ چې دا به زما کومه پیروکار وي، څوک چې زما له اجازې پرته کوټې ته راغلې دی. ما د دې شخص څخه وپوښتل، څنګه راغلی یې؟ هغه په ځواب کې وویل چې ستا لیدو ته راغلې یم. ما په همدې صحنه کې د کوټې ګروپ روښانه کړ. ما ولیدل چې یو حسین او ښایسته ځوان چې زه یې نه پیژنم زما مخې ته ولاړ دی. د دې شخص په لیدو زما لطائف د خوښۍ نه په مستۍ راغلل او داسې کیفیت رامنځته شو کوم چې په عالم بالا کې د نبیانو په شتون کې احساسیږي. ما دا احساس وکړ چې دا شخص په ډیرو ژبو خبرې کولې شي. دې ځوان ماته وویل چې هغه عیسی ابن مریم دی او اوس مهال امریکا ته راغلې دی. ما له هغه څخه وپوښتل، استوګنځای دې چیرې دی؟ هغه ځواب راکړ: ما نه پخوا استوګنځای درلود، او نه هم اوس!

کله چې د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي څخه د دې ملاقات په هکله اضافي معلومات وغوښتل شول، تاسو په ځواب کې وفرمایل چې: د عیسی ابن مریم او زما ترمنځ دا خبرې اترې یو راز دی، مګر په نږدې راتلونکي په کوم مناسبه وخت به له دې راز څخه پرده پورته کړم. سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي اضافه کړه چې یو څو ورځې وروسته زه د امریکا د ایروزونا ایالت ټوسان سیمې ته ولاړم. هلته ماته چا یو انځور را ښکاره کړ او ویې ویل چې دا عیسی ابن مریم دی. ما سمدلاسه دا ځوان وپیژانده. ځکه چې دا انځور د هاغه ځوان و څوک چې په طاووس کې زما کوټې ته راغلی و. ما د انځور د مالک څخه د دې انځور په هکله معلومات ترلاسه کړل. هغه ماته وویل چې د ځینو مقدسو مقاماتو د زیارت لپاره تللی و او هلته یې ځینې انځورونه ویستلي وو. کله چې انځورونه چاپ شول، په حیرانوونکي توګه د دې ځوان انځور مخې ته راغې حال دا چې هیچا دا ځوان هلته نه و لیدلې او نه یې د هغه انځور په کیمره کې اخیستې وه. په هر صورت، ما د دې ځوان یعنی عیسی ابن مریم انځور واخیستلو او پر سپوږمۍ باندې ښکاره شوي انځورونو سره مې پرتله کړ. پر سپوږمۍ د ظاهر شوي انځورونو له جملې څخه یو یې د دې انځور سره مشابهت درلود. زما یقین راغې او په دې توګه ما تصدیق وکړ چې دا د عیسی ابن مریم رښتونې انځور دی.

په دې وروستیو کې په امریکا کې یوې رسالې د انجیل د علماؤ د حواله جاتو څخه د عیسی ابن مریم دویم ځلي راتګ او د قرب قیامت اړوند پیښو په هکله یو مضمون خپور کړې دی. په دې لیکنه کې زیات شمېر مواردو ته اشاره شوې وه، په خاصه توګه د انجیل د کتاب رازونه او وړاندوینې وې. دا مضمون د واتیکان (روم، ایتالیا) له لوري خپور شوی و. د انجیل د علماؤ وړاندوینې د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي له لوري د عیسی ابن مریم د بیاځلي راتګ د اعلان سره سمون خوري.

د ژباړې معلومات

دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.

د چاپ حق © 2026 مهدي فاونډېشن نړیوال