جنت د کومـو خلکو لپاره دی
ځینې ازلي جهنمیان هم د عملونو او عبادتونو په وسیله د جنتي کیدو هڅه کوي لیکن په آخر کې د شیطان په څیر مردود شي، ځکه چې بخل، تکبر، حسد د دوۍ وراثت دی.
حدیث: په چا کې چې د یوی ذری برابر بخل، حسد او تکبر هم وي هغه جنت ته نشي تللی.
جنتي خلک که په عبادتونو کې نه وي بیا هم پیژندل کیدی شي، دا خلک د زړه نه نرم او صاف، او حرص و حسد څخه پاک او سخي وي که په عبادتونو کې ولګي نو ډیر اوچت مقام لاس ته راوړلی شي. او الله تعالی د دوۍ د بخښلو بهانی لټوي، او ځینې خلک د دوۍ ترمنځ قرار لري د هغوۍ د نیکۍ او بدۍ لړۍ روانه وي.
او ځینې د الله خواص وي همدی روحونو په ازل کې الله سره مینه کړی وه. دوۍ د جنت دوزخ سره مطلب نلري بلکه د الله په عشق کې خپله هستي او نیستي قربانوي. د الله په ذکر او رحمت سره خپل روحونه منور کوي، دیدارِ الٰہي هم لاس ته راوړي، جنت الفردوس یواځی د دی روحونو لپاره مخصوص دی.
د دی کټګورۍ د خلکو لپاره حدیث دی چې: ځینې خلک به بغير له حساب څخه جنت ته ننوځي.
"تشـریـح"
چا ته چې د دنیا نظاره وښودل شوه (دنیا د دوۍ) په تقدیر کې ولیکل شوه. دوۍ چې کله دنیا ته لاندی راولیږل شوه نو د دنیا لاس ته راوړلو لپاره یې هر ډول سختۍ په ځان ومنلی، غلا، ډاکه، رشوت،او د سود په شان جرمونه یې هم نظر انداز کړل حتی د وحدانیت نه یې هم انکار وکړ. په پورتنۍ ډله کې ځینې داسی روحونه هم وه چې د جنت لاس ته راوړلو لپاره یې مذهب یا عبادتونه هم اختیار کړل لیکن د عزازیل په شان بی ګټی ثابته شول ځکه چې کوم مذهب یا فرقه چې دوۍ اختیار کړله هغه یا خو د ګستاخانو ډله وه او یا د الله ناخوښ مذهب او فرقه وه او په دی ډول دی کار د دوۍ په لاره کې خنډ رامنځته کړ.
دوهم ډول روحونو کوم چې جنت انتخاب کړی وه هغوۍ دنیاوي کارونو سربیره عبادت او ریاضت ته اولویت ورکړ، د حور او قصور په حرص کې د عبادتخونو په لور منډی کړی او د جنت لاس ته راوړلو کې کامیابه شول، لیکن په دوۍ کې ځینې خلک عبادت کې سست پاتی شول چون جنت د دوۍ په قسمت کې وه، نو له دی کبله کومه بهانه د دوۍ پکار راغله لیکن هغوۍ د جنت هغه مقام حاصل نشو کړی کوم چې نیکانو ترلاسه کړ. د دوۍ لپاره الله وفرمایل: (آیا دوۍ دا فکر کوي چې مونږ به دوۍ د نیکانو سره برابر کړو!) ځکه چې د جنت (۷) درجی دي. عامو خلکو ته هدایت د نبیانو، کتابونو، ګورو، ولیانو په وسیله رسیږي. دوۍ ته په مذهب کې داخلیدل او کلمه ضروري ده. او خواص بی له مذهبه او بی له کتابونو هم د الله په (نظرِ رحمت) کې راځي یعنی دوۍ ته هدایت د نور څخه کیږي.
الله هر چاته چې وغواړي د نور په وسیله هدایت ورکوي. (القرآن)
وایي چې جنت ته د ننوتلو لپاره کلمه لازمي ده، جنت ته دا جسمونه نه بلکه روحونه به ځی او د ننوتلو په وخت کې به کلمه ویلی کیږي. نو بیا دا روحونه مقام دید ته په ورتلو هر وخت کلمه ویلی شي که د مرګ څخه وروسته هم وي لکه د حضور پاک والده او والد او د کاکا روحونو ته د مړینی څخه ورورسته کلمه ویلی شوی وه. بلکه خاص الخاص روحونه د عالمِ بالا څخه د کلمی ویلو سره یعنی اقرار و تصديق نه وروسته لاندی راځي.
حضور پاک ویلي وه چې( زه دی دنیا ته د راتګ څخه مخکی نبي وم) دا خبره د روح د روحونو لپاره کیدی شي، جسم خو دی دنیا کې ورکړل شو. قومونه چې موجود وي نو بیا سرداران هم شتون لري! امتي چې وي بیا نبي هم شتون لري، د امتي په نشتون کې نبي ته ضرورت نشته.
بیا همدغه خلک بیلابیلو مذهبونو ته رالیږل کیږي، څوک د بابا فريد په څیره کې څوک د ګرونانک په څیره کې ظاهر کیږي. د الله حاصلوونکي روحونه مذهب ته نه ګوري بلکه د هرچا چې الله پوری رسایي وي د هماغه سره یو ځای کیږي. غوث علی شاه قلندر چې یو ولي تیر شوی په (تذکره غوثیه) کې لیکلي دي چې ما د هندو جوګیانو څخه هم فیض ترلاسه کړی دی. په دی راز د ناپوهۍ له امله عالمانو په غوث علی شاه باندی د واجب القتل فتوی ګانی ولګولی او مسلمانانو ته یې وویل چې: د هر چا په کور کې چې دا کتاب موجود وي باید وسوځول شي، لیکن هغه کتاب د مشکلاتو باوجود پاتی او اوس هم په هندوستان، پاکستان کې مقبول دی.
ځینې قومونو نبیان تسلیم کړل او ځینې نورو تکذیب کړل. تکذیب کوونکو قومونو ته رب د دوۍ د مذهب مطابق همدغه خاص هستیانی ولیږلی او دوۍ ته یې د ګناهونو څخه د خلاصون درس ورکړ، او د دوۍ د عبادت او رسم او رواج په وسیله یې د هغوۍ رخ رب لوري ته د اړولو هڅه وکړه. د امن او د رب د مینی سبق یې ورکړ. که دا خلک نه وه نو نن به هر مذهب د یوبل د وینو څکوونکي وه، داسی روحونو ته په دنیا کې د خضر(وشنو مهاراج) څخه هم هدایات را رسیږي څوک چې د هر مذهب راز پیژني.
د ژباړې معلومات
دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.