د انســان په جســم کې د دې لطائفـو وظیفې
د اخفٰی لطیفه:
د دې لطیفې په وسیله انسان د خبرو کولو توان لاس ته راوړي که نه د ژبې د کار کولو باوجود، انسان بیا هم ګونګه دی. د انسان او څاروي ترمنځ فرق د همدې لطائفو دی. که د زیږیدلو پر مهال د اخفٰی لطیفه د کوم لامل په اساس جسم کې داخل نه شي، جسم ته د اخفٰی بیا راوستل د اړوند نبي مسئولیت و، چې په پایله کې به ګونګیان هم په خبرو راتلل.
د سِري لطیفه:
د دې لطیفې په وسیله انسان د لیدلو وړتیا لاس ته راوړي. د دې لطیفې په جسم کې د نه داخلیدو له امله، انسان پیدایښتې ړوند وي. د دې لطیفې جسم ته بیاځلي راوستل هم د اړوند نبي دنده وه، د کومې په وسیله چې ړندو له سره لیدل پیل کول.
د قلب لطیفه:
د دې لطیفې په جسم کې د نشتون له امله، انسان بلکل څارويو په څیر د رب څخه ناآشنا او لرې، بې شوقه او بې کیفه وي، د دې لطیفې بیاځلي راوستل جسم ته د نبیانو کار و. او د نبیانو معجزات د کرامت په صورت کې ولیانو ته هم عطا کړلې شول، بیا د همدې ولیانو په وسیله فاسقان او فاجران هم رب ته ورسیدل. د هر نبي یا ولي په وسیله کله چې یو اړونده لطیفه بیرته راوړل کېږي نو ګونګه، کوڼ او ړانده هم شفا ترلاسه کوي.
د انا لطیفه:
د دې لطیفې په جسم کې د نه راتګ له امله، انسان ته لیونې ویل کېږي حتی که د مغزو ټول رګونه (اعصاب) یې کار هم وکړي.
د خفي لطیفه:
د دې لطیفې په نه راتګ سره انسان کوڼ دی حتی که د غوږونو سوري یې هم خلاص کړل شي. د فیزیکي نیمګړتیاو له امله هم دا حالتونه را منځته کیدلې شي چې قابل د درملنی دي. مګر د دې مخلوقاتو د نشتون په صورت کې هر ډؤل درمنله بې ګټی ده، البته تر هاغه وخته پورې چې د کوم نبي یا ولي مرسته ترلاسه شوې نه وي.
د نفس لطیفه:
د دې لطیفې په وسیله د انسان زړه په دنیا کې، او د قلب د لطیفې په وسیله د انسان رخ الله لوري ته مایله کېږي.
د ژباړې معلومات
دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.