په تصـوف کې اهمیت قلـب ته ورکول کېږي
چا د الله هو ضربو سره، چا د کبډۍ، چا د ګډا، چا د دیوالونو جوړول او بیا ورانول او چا د فیزیکي تمرینونو له لارې د زړه ضربان چټک کړ. بیا یې په آسانۍ سره د الله نوم د زړه ضربان سره همغږې کړ او په تدریج سره، د الله نوم ټولو لطائفو ته پخپله ورسید. ځینې خلکو عُمق ته له رسیدو پرته، د هغوی نقل پیل کړ. هغوی د الله د ذکر سره ګډا پیل کړه، دا چې څرنګه د الله نوم د زړه له ضربان سره همغږې کېږي په دې موضوع یې سر خلاص نه شو او نه یې دا دواړه سره همغږي کړلې شول. البته د هغوی حیواني روح چې د ټوپونو سره تړاو لري د الله د نوم سره آشنا شه. په همدې شکل موسیقۍ سره د الله نوم په همغږي کولو، نباتي روح هم آشنا او طاقتور کیږي. موسیقي د نباتي روح غذا ده. په امریکا کې په ځینو فصلونو باندې موسیقي وازمویل شوه. ورته فصلونه یې په ورته خاوره کې وکرل. په یو کې په دوامداره توګه سبا او بیګا موسیقي غږول کیده او دوهم فصل، پرته له موسیقۍ ساتل کیده. هغه چې موسیقي یې درلوده د بل په پرتله یې ښه وده کړې وه.
نفس ډیر موذي دی. د پاکیدلو وروسته هم بهانې لټوي. البته د ده ساز او آواز خوښ دی. ځینې خلکو د ساز په وسیله نفس متوجه او هڅه یې وکړه چې د هغه رخ د الله لوري ته را وګرځوي. ځینې خلکو د ګیتار سره د الله نوم همغږې کړ که نور نه وي نو د غوږونو عبادت پورې ورسیدل. ماته یو ګیتاریست خپله قصه بیان کړه او ویې ویل: زه شوقي په فارغ وخت کې د ګیتار د تار سره د الله نوم یوځای کوم. وخت ناوخت چې کله زه له خوبه راویښیږم په هماغه شکل د الله، الله غږ زما له سینې څخه راپورته کیږي. داسې خلک د نورو په پرتله یعنی د سندرغاړو، ساز او سرود والا او تماشاچېانو څخه غوره دي. مګر د ولایت کومه مرتبه نشي ترلاسه کولې. داسې خلک لیواله، ځیرک او د خدای په لټه کې وي او د یو کامل په وسیله خپل روحاني منزل ته رسیږي. همدا راز په اسلام کې او د نورو مذهبونو صوفیانو هم، په یوې او بلې طریقې سره د رب نوم پخپله سینه کې د جذب کولو هڅې ترسره کړي دي. کوم فعل چې د هغه په عشق کې اضافه وکړي، هغه ناجایز نه دی.
حدیث: الله عملونو ته نه، بلکه نیتونو ته ګوري.
اهل شریعت دا طریقه معیوبه او غلطه تصور کوي ځکه چې دوی له شریعت څخه مطمئن او سیراب کېږي. مګر هغه خلک چې له شریعت څخه وړاندی، د عشق لوري ته قدم اخیستل غواړي، یا هغه خلک چې په شریعت کې نه دي دوی له کومې متبادلې لارې څخه ولې منع کېږي؟
د ژباړې معلومات
دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.