دریم ډؤل روحـونه
هغو روحونو چې نه یې دنیاوي لذتونه انتخاب کړل او نه هم د جنت غوښتونکي شول بلکه یوازې د رب په نظاره کې بوخت پاتې شوي وو، دې روحونو دنیا ته د راتلو سره سم، د رب لپاره خپل هر څه قربان کړل. ځینو یې بادشاهي ترک او ځنګلونو ته مخه کړه، لوږه او تنده یې پر ځان وزغمله. حتی ځینو یې د سیندونو په غاړه کې څو کلونه تیر کړل، د روحانیت په مسلک کې د بریا وروسته همدوی ته د ولي الله لقب ورکړل شو. او د الله له لوري په بیلابیلو منصَبونو او دندو وګمارل شول او د دوزخیانو لپاره په دوا او دعا بدل شول، چې:
اقبال...... نگاهِ مرد مومن سے بدل جاتی ہیں تقدیریں
د مومن سړي د نظر په برکت تقدیرونه بدلیږي
د ارضي روحونو په هر ځل زیږون سره د مرشد ظاهري لیدل لازمي دي. د اوسني جسم اړیکه د تیر زیږون د مرشد سره یا د تېر زیږون د مرشد اړیکه د اوسني جسم سره باطل کېږي، لکه څرنګه چې نبوت هم د اولوالعزم مرسل د راتګ سره باطل کېږي. د مثال په ډؤل، موسی کلیم الله چې یو اولوالعزم مرسل دی، د هغه څخه وروسته چې څومره نبیان راغلل د عیسی روح الله د راتګ سره سم د دې ټولو نبیانو ټولو دین منسوخ شو. او د عیسی روح الله وروسته تر حضور پاک ﷺ پورې چې څومره نبیان د عربو د جزیرې پرته راغلل د ټولو ادیان منسوخ شول. مګر هغه ادیان چې د اولوالعزم مرسلینو لخوا منځته راغلل، تر نن ورځې قابل د اعتبار دي. مرسلین عبارت دي له: آدم صفی الله، ابراهیم خلیل الله، موسی کلیم الله، عیسی روح الله او محمد رسول الله او هر ولي د دوی په قدم دی. داچې د انسان په سینه کې د پنځو لطائفو تعلق پنځه رسولانو سره دی له همدې امله به د هغوی نبوت او روحاني فیض ترقیامته دوام ولري.
داچې وایي د کلمې د ویلو پرته به څوک جنت ته داخل نه شي، له دې څخه مراد د یو خاص نبي کلمه نده، بلکه د هر اولوالعزم رسول، دین او کلمې لوري ته اشاره ده. په همدې دليل حضور پاک ﷺ هم فرمایلي و چې، زه د اولوالعزم مرسلانو د کتابونو او یا د هغوی د دین د تکذیب لپاره نه یم راغلی بلکه د هغوی د اصلاح لپاره راغلی یم یعنی د هغوی په کتابونو کې چې کوم ردوبدل شوی و.
د آدم صفی الله سلسله اوس هم جاري ده، هغه خلک چې یوازې په قلبي ذکر کې بوخت دي، د رب په نامه ژړا، زاري او عاجزي کوي، توبه اوباسي او د ګناهونو څخه د خلاصون هڅه کوي همدغه ابتدائي دین، ابتدائي نبوت او ابتدائي عبادت و.
د غوث یا د هر ولي قدم د کوم نبي په قدم وي او د پورتنۍ ډلې قدم د آدم صفی الله په قدم دی. مجدد الف ثاني ویلي و چې زما قدم موسوي دی. البته د قلندرانو یوه سلسله عیسوي مشربه ده. شیخ عبدالقادر جیلاني محمدي مشرب سره تعلق لري.
د ژباړې معلومات
دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.