Skip to content

د اخفٰى لطیفه

(د دې نبوت او علم حضور پاک ﷺ ته ورکړل شوی دی)

دا مخلوق د سینې په منځنۍ برخه کې موقعیت لري. د یا احد ذکرِ جهر په وسیله راویښیږي. د دې رنګ ارغواني دی. دا لطیفه د (عالمِ وحدت) د هغې پردې سره تړاو لري چې تر شا یې د خدای عرش موقعیت لري.

د پنځو لطائفو علم په ترتيب سره، پنځو نبیانو ته ورکړل شو او د هرې لطیفې نیمایي علم د نبیانو څخه ولیانو ته ورسید. په دې وسیله، د دې لس حصې جوړې شوې، بیا د ولیانو څخه خاص خلک هم د دې علم څخه مستفیض شول. البته ظاهري علم، ظاهري جسم، ظاهري ژبه د عالمِ ناسوت او د نفسونو پورې تړاو لري. دا د عامو خلکو لپاره دی. ظاهري علم په هماغه کتاب کې خوندي شوی کوم چې (۳۰) حصې لري. باطني علم هم پر نبیانو د وحی په وسیله نازل شو، له همدې امله دې ته باطني قرآن هم ویل کېږي. د قرآن ډیر سورتونه به وروسته منسوخ کیدل. دلیل یې دا و چې کله نا کله به د سینې علم هم د حضور پاک ﷺ د ژبې څخه په عام مجلس کې ادا کیده کوم چې د خاص لپاره و، وروسته دا علم سینه په سینه د ولیانو ترمنځ انتقالیده او اوس د کتابونو په وسیله عام کړلې شو.

د ژباړې معلومات

دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.

د چاپ حق © 2026 مهدي فاونډېشن نړیوال