د ځینې محب روحونو د سترګو لیدلي واقعات
د یو ازلی روح واقعه:
زه په امریکا کې نیمی شپی ته نږدی د یو ځنګل څخه تیر شوم، ومی لیدل چې یو کس ونی ته مخامخ پر سجده پروت او ژاړي. تقریباَ یو ګړۍ وروسته زه راواپس شوم، دا می بیا هم په همدغه حالت کې ولید، زه یې خواته ولاړم او ودریدم، هغه زه محسوس او سر یې د سجدی څخه را پورته کړ او ویې ویل: ماته دی مزاحمت ولی وکړ؟ ما وویل: زه هم د رب په لټه کې یم، لیکن د ونی څخه به رب څنګه لاس ته راځي؟ ښه به دا وه چې د کوم مذهب په وسیله دی رب ترلاسه کړی وه! ویې ویل: انجیل، قرآن هر یو آسماني کتابونه چې موجود دي، زه د هغو په اصلي ژبه نه پوهیږم او د دی کتابونو چې کومه ژباړه شوي، زه د هغی څخه مطمئن نه یم، ځکه چې په هغوۍ کې زبردسته تضاد دی له دی امله دا یقین نشي کیدی چې دا د یو خدای له لوري را لیږل شوي کتابونه وي. په یو کتاب کې راغلي عیسی زما زوۍ دی او په بل کتاب کې راغلي چې زما هیڅ زوی او داسی نور نشته. تر یو وخته د دی کتابونو په څیړنه زما وخت او عمر برباد شو. ما اوس دویمه لار غوره کړی ده، دا چې دا ونه څومره ښایسته ده، د دی مطلب دا چې رب د دی سره مینه کوي، کیدی شي چې د همدی په وسیله زه رب ته ورسیږم.
دا کوم ازلي محب روح وه چې د خپل عقل مطابق د رب په لټون کې وه. آیا داسی خلک دوزخ ته تللی شي؟ دوۍ معذور ګڼل کیږي او وروسته همدا د سپي څخه په قطمیر بدل او جنت ته به داخل شي، البته د حضرت قطمیر کوم مذهب نه وه.
د امریکا د اريزونا ایالت ښاغلی کیترین راته قصه بیان کړه او ویې ویل چې::
ما د انجیلا څخه د زړه د ذکر اجازت واخیست، انجیلا وویل: د ۷ ورځو په موده کې که په زړه کې دی الله الله پیل شو نو پوهه شه چې رب ته قبوله کړی یې، ورنه ستا ژوند فضول دی. کله چې د ۷ ورځو په موده کې هم زما ذکر جاري نه شو نو یو ورځ ماته سخته ژړا راغله. زه ښه په چېغو شوم، په هماغه شپه زما په سینه کې الله الله پیل شو، کوم چې د دری کلونو را هیسی جاري دی. کیترین د عمر قایله نده بلکه د تندرستۍ قایله ده، په همدی شکل هغه د مذهب قایله هم نده بلکه د خدای د مینی قایله ده. هغه وایي چې له دی ذکر سره زما په زړه کې د رب په مینه کې زیاتوالی راځي، زما لپاره همدا کافي دي.
د یو هندو ګروو سره لیدنه:
زه په هغه وخت کې د سیون په غرونو کې وم، وخت نا وخت به د لعل شهباز قلندر زیارت ته ورتلم. یو سړی د زیارت څخه بیرون په برنډه کې ناست وه، ګڼ شمیر د هندو مذهب خلک د هغه شا او خواته د ډیر عقیدت سره را ټول شوي وه، و می پوښتل: دا کومه بزرګ دی؟ ویې ویل چې دا د هندوانو ګروو دی، روښان ضمیره هم دی د ده په وسیله زمونږ درخواستونه لعل شهباز پوری رسیږي او زمونږ کارونه کیږي. ګڼ شمیر مسلمانانو هم د هغه احترام کاوه. یوه ورځی زما د یوی غونډۍ څخه ګزر وشو ومی لیدل چې هماغه کس مخی ته یو بُت ایښودلی دی او څه شی زمزمه کوي. بله ورځ په زیارت کې ملاقات وشو، ما وویل: ستا په شان روښان ضمیر او د خاوری د بت عبادت کول زما د پوهی څخه وتلی خبره ده. هغه ځواب راکړ: زه هم دوۍ ته د رب په سترګو نګورم البته زما عقیده دا ده او ستا په کتابونو کې هم لیکل شوي چې الله انسان پر خپل صورت پیدا کړی له همدی وجی د بیلابیلو صورتونو په جوړولو سره د ده عبادت کوم، معلومه نده کومه صورت به د رب سره سمون وخوري. هغه وویل: ته هم روښان ضمیر یې ووایه چې د الله صورت څنګه دی او د کوم بت سره سمون خوري؟ ترڅو زه هغه په خپله سینه کې ځای کړم.
زما عمر شپاړس یا ولس کاله وه. ما یوه ورځی د خپلی کورنۍ یو بزرګ په نامه د بابا (ګوهر علی شاه) پر مزار د مزمل سورت تلاوت کاوه ګورم چې د یو دنګ قد سړی د ملنګانو په څیره کې زما په لوري راغی او ویې ویل: هڅی لګیا یي چڼی کړپوی، د مشرانو صورت یې وه ما ځواب ورنکړ لیکن په زړه کې می دا وه چې دا ضرور کومه شیطان دی چې ما د تلاوت څخه منع کوي.
څه موده وروسته کله چې زما زړه په ذکر جاري شو نو زما عمر پنځه دیرش(۳۵) کلونو شاوخوا ته رسیدلی وه. په راکړل شوی طریقی سره می په ژبه د مزمل د سورت آیت تلاوت کاوه او بیا به ساکت کیدم ترڅو زړه یې هم تلاوت کړي بیا د زړه څخه می د همدی آیت غږ راپورته کیده. یوه ورځی په همدی مشق کې مصروف وم چې بیا هماغه شخص په هماغه جامه کې ښکاره شو او ویي ویل چې: اوس ته قرآن لولی. تر هاغه پوری چې دارو درمل معدی ته لاړ نشي شفا نه ترلاسه کیږي، ترڅو چې الٰہي کلام زړه ته ښکته نشي خبره نه راجوړیږي، هغه شعر ولوستلو:
زبانی کلمہ ہر کوئی پڑھدا……دل دا پڑھدا کوئی ھو
دِل دا کلمہ عاشق پڑھدے……کی جانن یار گلوئی ہو
د ژبی کلمه هرڅوک لولي……د زړه ځینې ځینې لولی هو
د زړه کلمه عاشق لولي……هاغه خلک چې کلمه یې تر ستوني ښکته نه ځی هغوۍ به پدی څه پوه شي هو
(سلطان حق باهو)
د داتا صاحب د مزار په جومات کې چې د لمونځ څخه فارغ شوم نو ومی لیدل چې یو سپین ږیري د لمونځ کوونکو څپلۍ ځای پر ځای کولی. ما دا محسوس کړه چې د څپلیو د صحیح کولو ماسوا هغه لمونځ ندی کړی ځکه چې زه په وروستي صف کې وم، د وتلو په وخت کې ما وویل: تاسو لمونځ خو ندی کړی، د دی څپلیو څخه به ته څه ترلاسه کړی؟ ویې ویل: لمونځ می ټول عمر ندی کړی اوس په دی زړښت کې به زه څنګه د بخښنی امید ولرم. بس پدی یو امید قایم یم چې په دومره خلکو کې کوم یو خو به د رب دوست وي، شاید چې د دی ادا په وجه به هغه یا د هغه یار خوشحاله شي. ما وویل: د لمونځ څخه زیاته کومه ښه ادا نشته. ویې ویل: هیڅ شی د یار څخه زیات ندي که هغه راضی شي! دری کاله د چله کشۍ نه وروسته یوه ورځ (حضوري محفل) راته نصیب شو، ومی لیدل چې هماغه سړی د یار په پښو کې پروت وه. بیا دا شعر را یاد شو:
گناہگار پہنچے درِ پاک پر……زاہد و پارسا دیکھتے رہ گئے
ګنهګار ورسیدل درِ پاک ته……زاهد او پارسا خوله خلاصي پاتی شول
د ژباړې معلومات
دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.