سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي د ۱۹۸۰ کال راپدیخوا د ښوونې او روزنې کار پیل کړ.
ستاسو پیغام (د الله محبت) ته ښه راغلاست وویل شو.
د هر مذهب خلکو له تاسو سره د عقیدت او محبت اظهار وکړ او خپلو عبادتخونو ته د خطاب لپاره تاسو ته بلنه درکړل شوه او خلکو له هغوی څخه د زړه ذکر هم ترلاسه کړ.
دا یو ډیر لوی کرامت دی او په تاریخ کې سارې نلري، دا چې
سرکار ریاض احمد ګوهـر شـاهي
د هر مذهب د عبادتخونو مسندونو او منبرونو ته ځان رسوي. هسې خو بیشمېره کرامتونه او برنامې یې سرته رسولي، خو ستاسو د تسلۍ لپاره یو څو انتخاب شوې برنامې ستاسو حضور ته وړاندې کېږي.
ملاحظه یې کړئ.......
په ۱۹۹۹ کال د اکتوبر په دویمه نیټه نیویارک کې د عیسویانو د ټولنې په بلنه د نیویارکر په هوټل کې د روحاني خطاب لپاره سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي ته د خطاب لپاره بلنه ورکړل شوه.



د امریکا په اریزونا ایالت د ټوسان د سیمې په کلیسا
(GRACE ST. PAUL'S EPISCOPAL CHURCH)
کې سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي عیسویانو ته خطاب فرمایي


په ۱۱ مه د اپریل ۱۹۹۶د موچي ګیټ په سیمه لاهور کې د روحاني خطاب یو انځور دی، په دې جلسه کې ګڼ شمېر د حنفي او شافعي مذهب پیروان حضور لري


جولای ۱۹۹۷ کال د پریسکاټ په سیمه، د امریکا په اریزونا ایالت کې، د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي د يونیټیرین بین المللي ټولنې ته خطاب
July 1997, Unitarian Universal Fellowship, Prescott, Arizona, USA
د ساوت افریقا په ډربن ښار کې د سائي بابا (SAI BABA) د عقیدت مندو او آتش پرسته هندوانو په مندر کې د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي خطاب


نور ایمان امام بارګاه، ناظم آباد کراچۍ کې د اهل تشیع حضراتو ته
د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي خطاب
سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي د سیکانو په ډله کې

د امریکا د اریزونا په ایالت، د فینکس په ښار کې د ګرونانک په ګردواره آشرم کې، سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي سیکانو ته نام دان (اسم ذات) عطا کوي
په ۱۷مه د اکتوبر ۱۹۹۹ کال د امریکا په سنفرانسسکو ښار کې د سیکانو یوې ټولنې سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي ته د عشق الٰہي پر موضوع د خطاب لپاره بلنه ورکړه. د سیکانو دې ټولنې د خپلو خلکو د روزنې لپاره د دې تقریر جزیات د ورځپاڼې له لارې خپاره کړل، په دې خپور شوي مضمون کې د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي تعلیماتو ته په اشاره په دې تاکید شوی دی چې دا تعلیمات باید عملي کړې شي ځکه چې د دې تعلیماتو د عملي کولو سره په رښتوني ډؤل او په آسانۍ سره الله ترلاسه کېږي.
.......د رسالی انځور ملاحظه کړئ......

......کومنټري پردیس....
د پنجابي ژبې په ګرومکي ورځپاڼه کښې د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي څخه په ترسره شوې مصاحبه کې یو انځور
د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي د اسم ذات په کنفرانس کې د خطاب یو منظر

د ۱۹۹۶ کال د اکتوبر په ۷مه د "اسم ذات" په نوم د یوې غونډې انځور، چې د مختلفو نظریاتو او افکار لرونکو خلکو پکې ګډون کړې و.

د نیویارک په بروکلن ښار د ترکانو په جامع جومات کې د حنبلی او مالکي مذهب پیروانو ته د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي وینا
د ژباړې معلومات
دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.