د سرکار ریاض احمد ګوهـر شـاهي فرمـودات
که څوک ټول عمر عبادت وکړي خو په پاې کې د امام مهديؑ او حضرت عیسیؑ مخالفت یې وکړ، څوک چې دنیا ته دویمځلي راځي (عیسی د جسم سره او مهدي د ارضي روحونو سره)، هغه د بلیم باعور په څیر دوزخي او د ابلیس په څیر مردود دی. که چا ټول عمر د سپيو په څیر ژوند ترسره کاوه خو په پای کې له هغوی سره یوځای او د هغوی سره یې مینه وکړه نو هغه به د سپي څخه په حضرت قطمیر بدلیږي او جنت ته به ځي.
ځینې فرقې او مذهبونه وایي چې عیسی وفات شوی دی. په افغانستان کې د هغه مزار دی. دا غلط پروپاګند دی. په افغانستان کې د کوم بل عیسی نومي بزرګ مزار دی. په هاغه د پیاده سفرونو زمانه کې د میاشتو په سفر تګ کول او بیا دفن کول څه مقصد لري؟ بیا هغوی وایي: آسمان ته څرنګه پورته کړلې شو؟ مونږ وایو آدمؑ آسمان څخه څرنګه راوړل شو؟ البته ادریسؑ هم د ظاهري جسم سره په جنت کې تر اوسه موجود دی. خضر او الیاس چې په دې دنیا کې حضور لري هغوی ته هم لا تراوسه مرګ ندې راغلې.
د غوث پاک لمسې حیات المیر د (۶۰۰) کلونو را په دیخوا ژوندی دی. غوث پاک ویلي و: تر هاغه وخته پورې باید مړ نه شې ترڅو چې زما سلام دې مهديؑ ته نه وي رسولې. شاه لطیف ته د بري امام لقب، حیات المیر ورکړې و. د مري په لور، د (باره کوه) په سیمه کې د هغه د حجرې نښان تراوسه محفوظ دی.
د ظاهري ګناه سزا بندخونه، جرمانه یا د یوې ورځې اعدام دی. که څوک د فقر په مسلک کې وي نو د هغه سزا ملامتي ده. حال دا چې د باطني ګناهونو سزا ډیره زیاته ده. د غیبت کوونکي جرمانه د هغه د نیکۍ اخیستل او د دویم فریق په نیکیو کې شاملول دي. حرص، حسد، بخل او تکبر د هغه لیکل شوي نیکیانې له منځه وړي. که په هغه کې یو اندازه نور هم وي نو د نبیانو او ولیانو د ګستاخۍ او بغض له امله د هغه څخه اخیستل کېږي. لکه څنګه چې د شیخ صنعان څخه د شیخ عبدالقادر جیلاني د ګستاخۍ له امله د کشف او کرامتونو سلب کیدل، د دې یوه بیلګه ده.
بایزید بسطامي ته خبر راغې دا چې یو څوک هغه ته سپکې سپورې وایي، نو بایزید دې کس ته تنخواه مقرره کړه. هغه به تنخواه هم ترلاسه کوله او سپکې سپورې به یې هم ویلې. یوه ورځ د هغه میرمنې وویل: یا نمک حرامي پرېږده یا تنخوا اخیستل یا سپکې سپورې ویل. بیا هغه تعریف کول پیل کړل. تاسو ته چې کله د تعریف په اړه خبر درکړل شو، نو د هغه تنخواه مو بنده کړه. بیا همدا سړې د بایزید په خدمت کې حاضر شو او ویې ویل: دا چې سپکې سپورې مې ویلې نو تنخوا دې راکوله، اوس د تعریف په وجه تنخواه ولې بنده شوه؟ تاسو وفرمایل: ته هاغه مهال زما مزدور وی، ستا په سپکو سپورو زما ګناهونه سوځیدل ما د دې کار معاوضه تا ته درکوله. اوس د څه شي معاوضه درکړم؟ د مندرجه بدیو تړاو د اماره نفس سره دی. د کوم مرسته کوونکې چې ابلیس دی. البته تقوا، سخاوت، درګزر، صبر و شکر، عاجزي او انوارِ الٰہي د (شهید قلب) سره تړاو لري، د کوم مرسته کوونکې چې (ولي مرشد) دی.
تر هاغه وخت پورې چې نفس اماره دی د هر ډؤل پاک کلام انوار په زړه کې ځای نه نیسي. بې له شکه چې که څوک د لفظونو او آیتونو حافظ هم جوړ شي، بیا هم طوطي دی. کله چې ستا نفس د مطمئنه منزل ته ورسیږي بیا ناپاکه شیان ستا په زړه کې نشي پاتې کیدلې، بیا ته مُرغِ بسمل یې. د نفس پاکولو لپاره کوم نفس شِکن ولټوه. چاته چې د الله له لوري رسمي دنده ورکړل شوې وي.
د جسم بهرنې طهارت د اوبو په وسیله ترسره کیږي، په داسې حال کې چې د جسم دننه، د نور سره پاکېږي. د پاکوالي پرته دا ګنده او ناپاک دی. صاف جسم د عبادت الٰہي قابل وي، البته صاف زړه د الٰہي تجلیاتو قابل وي. بیا نو په دې حالت کې آسماني کتابونه هدایت رسوي پاکانو ته (هدی اللمتقین) که نه نو، د کتابونو خاوندان د یوبل په دښمنانو بدلیږي. مجدد الف ثاني په مکتوبات کې لیکلي: (قرآن د هاغو خلکو د ویلو ندې د کومو خلکو نفس چې اماره دی. مبتدي ته پکار دي چې اول د الله ذکر وکړي یعنی دننه وجود پاک کړي، منتهي ته پکار دي چې قرآن ولولي.)
حدیث: ځینې خلک قرآن لولي او قرآن پر دوی لعنت وروي.
بلهی شاه:
کھا کے سارا مکر گئے جنھاں دے بغل وچ قرآن
د هر څه د خوړلو څخه ورسته منکر شول، د چا په تخرګونو کې چې قران دی
عابد دا ګمان کوي چې هغه د الله په خاطر عبادت او شپې په ویښه سبا کوي نو له همدې امله الله ته نږدې دی، مګر د عبادت څخه وروسته ستا دعا: روغتیا، اوږد عمر، مال و دولت او حور و قصور دي. فکر وکړه! آیا تا کله هم دا دعا غوښتلې وه چې، ای الله زما هیڅ نه دي پکار یوازې تا غواړم؟
عالم ګمان کوي چې زه خدای ته د نږدې والي له امله بخښلې شوی یم ځکه چې زما دننه علم او قرآن دی. بیا ته نورو ته دوزخي ولې وایې حال دا چې هر مسلمان ته څه نا څه علم او د قرآن زیات شمېر سورتونه یاد دي. فکر وکړه! علم څوک خرڅوي؟ خپل ځان څوک خرڅوي؟ د ولیانو غیبت څوک کوي؟ حاسد، متکبر، او بخیل څوک دی؟ په زړه يو څه، په خوله بل څه، سهار یو څه، ماښام بل څه، دا د چا کسب دی؟ رښتیا په دروغو او دروغ په رښتیا بدلول او خلکو ته وړاندې کول څوک کوي؟ که ته له دې څخه لرې یې نو ته د رسول خلیفه یې! ستا لوري ته شا کول هم بې ادبي ده.
یعنی...قاري په نظر راځي، خو حقیقت کې دی قرآن (علامه اقبال)
که چېرې ته په دې خصلتونو کې ډوب یې نو بیا ته هماغه یې د کوم چا په هکله چې لیوه ویلي وه، که ما یوسف خوړلې وي نو الله دی ما د محشر په ورځ د څوارلسمې پیړۍ په علماؤ کې را پاڅوي.
د ژباړې معلومات
دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.