د روحونو دين
د عشق الٰہي او دین الٰہي د پیروانو پیژندنه
په کوم شي کې چې ټول سیندونه ضم شي هغه ته سمندر ویل کېږي! او په څه شي کې چې ټول ادیان له ضم څخه وروسته یو شي هماغه، عشق الٰہي او دین الٰہي دی.
جتھے چار مذہب آملدے ھو (سلطان حق باهو)
په کوم ځای کې چې څلور واړه مذهبونه سره یو کېږي.
د پیژندنې لومړۍ مرحله:
کله چې د قلب او روح ذکر جاري شي، که د عبادت په وسیله وي یا د مرشد د نظر په وسیله، په دواړو حالتونو کې هغه ازلي پیروکار دی. د ګناهونو څخه کرکه پیل شي که ګناه ترسره هم شي نو پر هغې د ملامتۍ احساس وکړي او له هغې څخه د خلاصون لارې چارې لټوي.
ماته هغه خلک هم خوښ دي څوک چې له ګناهونو څخه د خلاصون لارې چارې لټوي. (الٰہي فرمان)
د دنیا د مینې له زړه څخه وتل او د الله د مینې غلبه پیل شي. حرص، حسد، بخل او تكبر څخه خلاصون محسوس شي. ژبه غیبت کول پرېږدي. عاجزي محسوسه شي. د کنجوسۍ پر ځای سخاوت او دروغ ویل لمنځه لاړ شي. حرام نفساني خواهشونه په حلالو بدل شي. حرام مال، حرام خواړه او د حرامو كارونو څخه کرکه راپیدا شي.
د پیژندنې وروستۍ مرحله:
چرس، اپین، هیروئین، تمباکو، شراب او داسې نورو څخه په کامل ډؤل خلاصون ترسره شي. د مقدسو هستیانو سره په خوب، مراقبه یا د مکاشفې په وسیله لیدنه ترسره شي. نفس د اماره څخه په مطمئنه بدل شي. د انا لطیفه رب ته مخامخ شي، د الله او د بنده ترمنځ ټول حجابات له منځه ولاړ شي. ګناهونه ترک کړي، د خدای عشق او وصل ته ورسیږي، د بنده څخه بنده نواز او د غریب څخه په غريب نواز بدل شي.
البته په دې سلسله کې به د بیلابیلو مذهبونو څخه خاص روحونه شاملیږي. هغو روحونو چې د ازل د ورځی څخه د رب په ګواهۍ کې کلمه ویلی وه. له همدې امله به د کوم خاص مذهب قید نه وي. هر څوک به وکولې شي چې د خپل مذهب د اصولو مطابق عبادت وکړي. مګر قلبي ذکر به د ټولو یو وي، یعنی د بیلابیلو مذهبونو باوجود به ټول د زړونو څخه یو وي. بیا کله چې په زړونو کې الله راغې نو ټول به الله لرونکي شي. له دې مرحلې وروسته د رب خوښه ده چې دوی له ځان سره ساتي او که یو مذهب ته یې د هدایت لپاره لیږي، یعنی څوک به مفید، څوک به منفرد وي، څوک به عسکر او څوک هم سالار وي. د هغوی مرسته کوونکي او ملاتړ کوونکي ګنهګاران به هم یو نه یو مرتبې ته ورسیږي. هغه خلک چې په دې ډله کې شامل نه شي، د هغوی اکثریت به شیطان (دجال) سره یوځای شي. که هغه مسلمان وي یا غیرمسلم. په پای کې به د دې دواړو ډلو ترمنځ زبردسته جګړه کېږي. د عیسی، مهدي، او کالکي اوتار د ډلې خلک به دوی ته ماتې ورکوي. بېشمیره دجالیان به قتل کړلې شي، او کوم دجالیان چې پاتې شي هغوی به د ډار او مجبوریت له وجې غلي پاتې کېږي. مهدي او د عیسی به د خلکو پر زړونو باندې تسلط وي. په ټوله نړۍ که به امن قایم شي. بیل، بیل مذهبونه به ختم او په یو مذهب بدل شي. دا مذهب به د رب د خوښې، د ټولو نبیانو د مذهبونو او کتابونو خلاصه، د ټول انسانیت لپاره د منلو وړ، د ټولو عبادتونو څخه افضل، حتی د الله د محبت څخه هم افضل، عشق الٰہي به وي.
جتھے عشق پہنچاوے ایمان نوں وی خبر نہیں
عشق چې کوم مقام ته انسان وړلې شي ايمان له هغې څخه ناخبره دی
(سلطان حق باهو)
علامه اقبال د همدې وخت لپاره نقشه کاږلې وه:
دنیا کو ہے اس مہدیٔ برحق کی ضرورت
ہو جسکی نظر زلزلۂ عالم افکار
دنیا هاغه برحقه مهدی ته اړتیا لري
د چا نظر چې په عالم افكار باندې به زلزله راولي
کھلے جاتے ہیں اسرارِ نہانی
گیا دورِ حدیثِ لن ترانی
پټ رازونه به برملا کېږي
لاړله د (لن تراني) د حدیث زمانه
ہوئی جس کی خودی پہلے نمودار
وہی مہدی وہی آخر زمانی
د هر چا هستي چې په لومړي سر کې راڅرګنده شوه
هماغه مهدي دی، هماغه آخر زماني دی
کھول کر آنکھ میری آئینۂ ادراک میں
آنے والے دور کی دھندلی سی اک تصویر دیکھ
سترګې دې پرانیزه زما د ادراک په آیینه کې
د راتلونکې زمانې یو خړ غوندې انځور وګوره
لولاک لما دیکھ زمیں دیکھ فضا دیکھ
مشرق سے اُبھرتے ہوئے سورج کو ذرا دیکھ
لولاک لما، وګوره ځمکه وګوره فضا وګوره
د مشرق څخه راڅرګند کیدونکې لمر وګوره
گزر گیا اب وہ دور ساقی کہ چھُپ کے پیتے تھے پینے والے
بنے گا سارا جہاں میخانہ ہر ایک ہی بادہ خوار ہوگا
لاړه هغه دوره ای ساقي چې په پټه به څکونکو څکل کول
ټوله زمانه به میخانه جوړیږي هر یو به څکونکې وي
زمانہ آیا ہے بے حجابی کا عام دیدارِ یار ہوگا
سکوت تھا پردہ دار جس کا وہ راز اب آشکار ہوگا
زمانه راغلی ده د بې حجابۍ، د یار عام دیدار به کېږي
سکوت چې د چا پرده دار و، هاغه راز به اوس راڅرګند کېږي
نکل کے صحرا سے جس نے روما کی سلطنت کو پلٹ دیا تھا
سنا ہے قدسیوں سے میں نے وہ شیر پھر ہوشیار ہوگا
د صحرا څخه په راوتلو چا چې د رما سلطنت را نسکور کړې و
د قدسیانو څخه مې اوریدلي چې، هغه زمرې به بیا رابیداره کېږي
ټول آسماني کتابونه او صحیفې د الله دین نه دی. په دې کتابونو کې لمونځ، روژه او ږیرې دي البته الله د دې پابند نه دی. دا مذهبونه د نبیانو د امتونو د منور او پاک صاف کولو لپاره منځته راغلي دي. البته الله پخپله پاکیزه نور دی او کومه انسان چې د وصل څخه وروسته په نور بدلیږي نو بیا هغه هم د الله په دین کې داخلیږي.
د الله دین، مینه او محبت دی. د ۹۹ نومونو خلاصه ده. د خپلو دوستانو ذکر کوونکې دی، پخپله عشق، پخپله عاشق، پخپله معشوق دی. که یو چا ته د یاد شوي صفاتو څخه يو څه برخه ورکړل شي، هغه هم د الله په دین کې داخلېږي. بیا د هغه لمونځ د الله دیدار او د هغه شوق د الله ذکر حتی د هغه د ژوند د ټولو سنتونو او فرضونو کفاره هم د الله دیدار دی. د جناتو، پرښتو او انسانانو په شریکه عبادت هم د هغه درجې ته نه شي رسیدلې.
د همدې شخص لپاره شیخ عبدالقادر جیلاني فرمایلي دي: څوک چې وصال ته د رسیدلو وروسته بیا هم عبادت وکړي یا د عبادت اراده یې وکړه، هغه د نعمت کفران وکړ.
بُلهی شاه و فرمایل:
اساں عشق نماز جدوں نیتی اے … بھُل گئے مندر مسیتی اے
د کله نه چې ما د عشق د لمونځ نیت کړې دی ما مندر او جومات هیر کړې دی
علامه اقبال وویل:
اس کو کیا جانے بےچارے دو رکعت کے امام!
په دې باندې به د دوه رکعتونو غریب امام څه پوه شي!
د دې علم په اړه ابوهریرة فرمایلي و چې: ما د حضور پاک ﷺ څخه دوه ډؤله علم ترلاسه کړ، یو می ستاسو مخې ته کیښود، که دویم درته ووایم نو تاسو به ما قتل کړئ.
تاريخ ګواه دی هر چا چې د دې علم باب را خلاص کړ، شاه منصور او سرمد په څیر قتل کړلې شول او نن سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي هم د دې علم په وجه د مرګ په غاړه ولاړ دی.
پر شریعت د نبیانو پابندي د امت لپاره وي په حقیقت کې هغوی عبادت ته اړتیا نلري، هغوی د شریعت څخه مخکې بلکی د ازل د ورځی نه پیغمبران وي. دوی باید دین په مثالي توګه د کمال درجی ته ورسوي، ځکه چې که دوی یو دیني رکن ترک او یا هم کومه رکن را خپل کړي، په دواړو حالتونو کې امت د هغوی د دې فعل څخه سنت جوړوي، له همدې امله دوی باید هر وخت بیداره او د صَحْو په حالت کې پاتې شي. آیا څوک دا ویلې شي چې که کوم نبي عبادت ونکړي نو هغه به دوزخ ته ځي؟ هیڅ کله نه! آیا څوک دا ویلې شي چې له عبادت پرته څوک نه شي کولې چې نبي شي؟ آیا څوک دا هم ویلې شي چې د علم د زدکړې پرته نبوت نه ترلاسه کېږي؟ بیا په ولیانو باندې اعتراضونه ولې کېږي؟ حال دا چې ولایت د نبوت نعم البدل دی. په یاد ولرئ: یو چا که د رب د دیدار پرته د وصال دعوا وکړه، خپل ځان یې په دې مقام کې متصور او نقل یې وکړ، هغه زندیق او کاذب دی. او قرآن په همدې ډؤل دروغجنو باندې لعنت ویلې دی د چا په وجه چې د زرګونو خلکو وخت او ایمان تباه کېږي.
دا کتاب د هر مذهب، هرې فرقې او هر انسان لپاره قابل د غور
او قابل د تحقيق دی او د روحانیت منکرانو لپاره یو چېلینج دی
د ژباړې معلومات
دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.