Skip to content

د ګوهر شاهي فرمودات

"دری حصی د علمِ ظاهر دي، او یوه حصه د علمِ باطن ده۔
د ظاهري علم ترلاسه کولو لپاره باید کومه موسی او د باطني علم لپاره باید کومه خضر وموندل شي"


"د جبرائیل پرته که کومه غږ راشي، هغه ته الهام او که کومه علم راشي هغه ته صحیفه او (حدیث قدسي) ویلی کیږي. او د جبرائیل سره چې کومه علم راشي هغه ته قرآن ویلی کیږي که هغه ظاهري علم وي یا باطني علم! که هغه ته توارت وایې،‌ یا زبور یا انجیل"


"که د علماؤ څخه کومه غلطي وشي نو پر هغی د سیاست نوم په ایښودلو سره ځانونه تیر باسي.
ولیانو څخه که کومه غلطي وشي، هغی ته د حکمت د نوم په ورکولو څخه وروسته نظر انداز کیږي.
البته د نبیانو د غلطۍ تر نامه لاندی کومه قانونی ماده نشته"


"هر څوک چې په یو روحاني عمل کې مصروف وي د هغه روحونه طاقتور دي. او که یو څوک په هیڅ ډول روحاني عمل کې مصروف نه وي نو د هغه روحونه خفته او بی حسه دي. او کوم چا چې په هره ممکنه طریقه چې وي د الله نوم په دی روحونو کې دننه کړ بیا د هغوۍ شغل هر وخت، ذکرِ سلطاني (هر ګړۍ د الله په یاد کې) او عشقِ خداوندي دی"

نو ځکه خو علامه اقبال وویل:
اگر ہو عشق تو کفر بھی ہے مسلمانی
که وي عشق نو کفر هم مسلماني ده

سچل سائیں وویل:
بن عشق ِدلبر کے سچل، کیا کفر ہے کیا اسلام ہے
د دلبر د عشق نه ماسوا سچل ، څه کفر دی څه اسلام دی

سلطان باهو وویل:
جتھے عشق پہنچاوے، ایمان نوں وی خبر نہ کائی
کوم ځای ته چې دی عشق رسوي ، ايمان د هغی څخه بی خبره دی

داسی خلک که په کوم مذهب کې وي یا کوم مذهب ته ورلیږل کیږي نو د هغوۍ له برکته پر هغی ځمکه د الله د رحمت باران وریدل پیل کیږي.

که هغه بابا فريد وي نو هندوان او‌ سکهان د هغه په درشل کې! که بابا ګرونانک وي نو مسلمانان او عیسویان هم د هغه در ته ځان رسوي.

د ژباړې معلومات

دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.

د چاپ حق © ۲۰۲۵ مهدي فاونډېشن نړیوال