Skip to content

په دنیـا کې د انسـان بنیـاد

رحِم ته د نارینه سپرم د ننوتلو وروسته د وینې غوټه کیدو لپاره جمادي روح راځي، بیا د نباتي روح په وسیله دا وده کوي. د حمل څخه څلور میاشتې وروسته حیواني روح په رحِم کې داخل کړلې شي چې ماشوم په حرکت راولي. یاد شوي روحونو ته ارضي روحونه ویل کېږي. د زیږیدلو سمدلاسه وروسته، انساني روح د نورو مخلوقاتو سره په جسم کې داخل کړلې شي، چې دې ډول روحونو ته سماوي روحونه ویل کېږي.

که ماشوم د مور په رحِم کې مړ شي د هغه جنازه نه ترسره کېږي، ځکه چې هغه یو حیوان و. که ماشوم د زیږیدلو څخه څو شیبې وروسته مړ شي، په دې صورت کې د هغه جنازه لازمي ده، ځکه چې له هغه څخه د انساني روح له امله چې پکې داخل کړلې شوی و، په یو انسان بدل شوی و او نفس هم، د خپلو دوستانو سره د نامه په مقام کې ځای پر ځای شوی وه. که په چا باندې جمادي روح زورور وي هغه به په غرونو کې اوسیدل خوښوي. د نباتي روح له امله انسان ګلانو او ونو سره مینه ساتي. د حیواني روح د غلبې له امله، انسان د څارويو سره مینه ساتي او د څارویو په څیر چلند کوي. البته د نفس شکل سپي ته ورته دی. د نفس د غلبې له امله، انسان د سپیانو په څیر کارونه کوي او سپیانو سره مینه ساتي. او د قلب د بیداره کیدو سره انسان د پرښتو په څیر کېږي.

د انسان له مرګ وروسته، سماوي روحونه چې د یو جسم لپاره ځانګړي شوي دي، بیرته آسمان ته لیږل کیږي. ارضي روحونه او نفسونه دې دنیا کې پاتې کېږي. ارضي روحونه د اول څخه دویم بیا دریم جسم ته لیږل کېږي، ځکه چې دوی د قیامت د ورځې له حساب او کتاب څخه معاف دي. مګر پاکیزه نفس قبر کې پاتې، خلکو ته فیض هم رسوي او خپله بندګي هم کوي. لکه د معراج په شپه چې کله حضور پاک ﷺ د موسی د قبر څخه تیر شو، ویې لیدل چې موسی په خپل قبر کې لمونځ کوي. کله چې آسمانونو ته ولاړ نو ویې لیدل چې موسی هلته هم موجود دی. د ګنهګارانو ځواکمن نفس د خپلې بقا لپاره د شیطانانو د ډلو سره یوځای کېږي، او د خلکو په جسمونو کې د ننوتلو وروسته هغوی ته زیان رسوي، چې هغوی ته بدروح ویل کېږي.

په انجیل کې ذکر شوي چې عیسی به د خلکو څخه بدروحونه راویستل. له مرګ وروسته ارضي روحونه او نفسونه په دې دنیا کې پاتې کېږي، د انسان روح د علیین عالم او یا هم د سجيین عالم ته ځي او لطائف که طاقتور وي نو هغه هم علیین ته ځي که نه نو په قبر کې له منځه ځي. د نفس له امله انسان ناپاک شو.

د بُلهی شاه په قول:

اس نفس پلیت نے پلیت کیتا …… اساں مُنڈھوں پلیت نہ سی

دی پلیته نفس پلیت کړم ……… ورنه زه خو پلیت نه وم

د نفس د پاکولو لپاره کتابونه رانازل شول، نبیان او ولیان هم را ولیږل شول. کله دا د دوزخ څخه وډار کړلې شو، کله د جنت طمع ورکړل شوه. ریاضت. عبادت او د روژو په وسیله د نفس د اصلاح کولو هڅې ترسره شوی او د جنت حقدار هم شو او ګڼ شمېر خلکو د باطني علم په وسیله دا پاک کړ او د الله دوستۍ ته هم ورسید.

د ژباړې معلومات

دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.

د چاپ حق © 2026 مهدي فاونډېشن نړیوال