مريخ

د مــــریخ مُعمـا ګانــی
د پخوا راهیسې مریخ زمونږ افکار مشغوله ساتلي دي. د دې پیړۍ تر نیمایي پورې خلکو دا فکر کاوه چې مریخ د ځمکې په څیر دی. البته د ۱۹۶۰کال په پای کې د ناسا مرینر پروبز (Mariner Probes) دا باطل تصور خپور کړ چې مریخ یعنی سور ستورې زمونږ د ځمکې د سپوږمۍ په څیر دی. د اوبو راوتلو ثبوت او نورو موندنو دې امید ته تقویت ورکړ چې د مریخ پر سطح هم د ژوند کولو آثار امکان لري. په ۱۹۷۵ کې دوه خلائي جهازونه د مریخ په لوري ولیږل شول، په هر یو کې یو آربټر(د سیارې په فضا کې څرخیدونکې وسیله) او یو لنډر(د مریخ په سطح ښکته کیدونکې وسیلې) شتون درلود. د هغوی لومړۍ دنده دا وه چې د سافټ لنډ په ذریعه روبوټ د مریخ پر سطح ښکته کړي تر څو د مریخ پر سطح د ژوند کولو آثار ولټوي. د جولای ۱۹۷۶ په پای کې یو آربیټر یو دلچسپه انځور راولیږه چې د یو میل په اوږدوالي انساني څیره په کې ترسترګو کیده او داسې برسیره کیدله چې دا انځور چې د مریخ په شمالي سیمه چې Cydonia نومول شوې٫ د خلا په لور ګوري. د مریخ پر سطح دا انساني څیره ناسا له دې امله مسترد کړه چې ګویا دا د رڼا او سوري سراب دی. او د انساني څیرې موضوع یې په دوسیه کې بنده او هیر کړله. د څو کلونو وروسته دوه انجینران د Vincent DiPietro او Gregory Molenaar په نامه همدا څیره د دویم ځل لپاره کشف کړه. او د دې موضوع په هکله څیړنې له سره پیل شوې. د بیلابیلو مسلکونو ماهرین لکه د طبیعي علومو کارپوهان، انجینران، نقشه ویستونکي، د ریاضیاتو ماهرین، روانشناسان، تعمیراتو د برخې کارپوهان، تاریخ پوهان، د الاهیاتو او د نورو برخو ماهرینو تقریبا یو درجن ثبوتونه لاس ته راوړي او دا ګمان چې ګویا په مریخ کې انساني ژوند امکان نلري، مسترد کوي. د مارک جی کارلوټو په کتاب مارشین انیګماز کې، د وایکنګ سپوږمکۍ څخه اخیستل شوي متنازع انځورونو د ډیجیټل پروسسنګ راپور موجود دی. ډاکتر کارلوټو په دې کتاب کې د ټولو عصری آسانتیاو څخه په استفادې سره دا انځورونه نور هم واضح او شفاف کړي دي. هغوی د مریخ پر سطح د ډیرو حیرانوونکو شیانو په شمول د انساني څیري 3Dانځورونه او فلم وړاندې کړې دی. هغه وایي چې دا اولني کره شواهد دي چې انسانان د اوږدې مودې را پدیخوا د هغو په انتظار کې وو. مارک جی کارلوټو د امریکا په یو ساینسي اداره کې تحلیلګر دی، هغه په ۱۹۸۱ کال د Carnegie Mellon پوهنځۍ څخه دکتورا اخیستې ده. د ۱۹۸۱ نه تر ۱۹۸۳ کال پورې په باسټن پوهنتون کې د پروفیسور د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده. ډاکټر کارلوټو د Image Processing په برخه کې لس کلنه تجربه لري. هغوی د کمپیوټر وژن، ډیجیټل ایمیج پراسیسنګ او پټرن ریکګنشن په موضوعاتو باندې د څلویښتو څخه زیاتې مقالې خپرې کړي دي. هغه د الیکټرکل انسټیټیوت او الیکټرکل انجینرنګ د څانګې ارشد غړی پاتې شوی دی.



د ژباړې معلومات
دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.