Skip to content

د سرکار ریاض احمد ګوهر شـاهـي عقیـده

د ټولو مذهبونو نیکان او عابدان دې په یو صف کې ودرول شي، د رب څخه وپوښتۍ: ای ربه، ته چاته غواړې وګورې؟ لکه څنګه چې ستا نظر پر ځلانده ستورو ورځي، هغه که مریخ وي یا عطارد یا کومه بې نومه ستوری، په همدې ډؤل رب هم ځلانده زړونو ته نظر کوي که هغه د کوم مذهب پورې تړاو ولري یا بې مذهبه وي!

بن عشقِ دلبر کے سچل   کیا کفر ہے کیا اسلام ہے
د دلبر له عشق پرته، سچل   څه کفر دی، څه اسلام دی

ته د رب په لټون کې د مندرونو، کلیساګانو، جوماتونو او داسې نورو دورې وهې! آیا په تاریخ کې کوم ثبوت شته چې رب چا په کومه عبادتخونه کې ناست لیدلې وي؟ ای نادانه! د رب مسکن ستا زړه دی، دا په زړه کې ځای پر ځای کړه، بیا وګوره دا عبادتخونې او عبادت کوونکي ستا په لور څرنګه په رامنډو کېږي. بایزید بسطاميؒ فرمایي: د یو څه مودې لپاره ما د کعبې طواف کاوه، کله چې رب زما دننه راغې، نو د یو څه مودې راهیسې کعبه زما طواف کوي. دا عبادتخونې، ثوابخونې دي، حال دا چې دا زړه، الٰہی آماجګاه ده. عبادت خونو کې به یې ته یادوې، او رب له زړونو څخه غږ راپورته کوي.

عقل والوں کے نصیبے میں کہاں ذوقِ جنوں
عشق والے ہیں جو ہر چیز لُٹا دیتے ہیں

د عقل خاوندانو په نصيب کې کله د لیونتوب جذبه شته
د عشق خاوندان دي چې هر څه قربانوي

اللہ اللہ کئے جانے سے اللہ نہ ملے
اللہ والے ہیں جو اللہ ملا دیتے ہیں

د الله الله په کولو، الله لاس ته نه راځي
الله والا دي چې الله سره دې وصلوي

د هر مذهب د خلکو دا عقیده ده چې د هغوی د نبي شان تر ټولو پورته دی او همدغه عقیده په اهل کتاب کې د جګړو سبب شوه، لازمي ده چې د روحانیت په وسیله د نبیانو محفلونو ته ځان ورسوې، بیا به در معلومه شي چې څوک په کومه مرتبه او مقام کې قرار لري.

ضـروري یـادداښـت

الله هر نبي د خاص نوم سره یاد کړ کوم نومونه چې د هغوی د امتونو لپاره د پیژندنې دلیل او کلمې ورڅخه جوړې شوې. دا نومونه د الله په خپله ژبه یعنی سُریاني کې دي. د دې کلمو په اقرار سره د یو نبي په امت کې ننوتل ممکنه کېږي. درې ځلې اقرار شرط دی، په امت کې د شمولیت څخه وروسته دا کلمې چې څومره هم تکراریږی په هماغه اندازه به یو څوک صفا کېږي. د مصیبت په وخت کې د دې کلمو په ویلو سره دا کلمې د مصیبت څخه د خلاصون سبب ګرځيدلې شي. په قبر کې دا کلمې په حساب او کتاب کې د آسانۍ باعث ګرځي تر دې چې جنت ته د ننوتلو لپاره د دې کلمو اقرار شرط دی.

د ټولو پیغمبرانو امتیانو ته سپارښتنه کیږي چې دا کلمې زده کړي او سبا او بیګا څومره چې امکان ولري دا کلمې تکرار کړي. هدایت لپاره آسماني کتابونه پخپله ژبه ویلې شئ، مګر د عبادت لپاره د اصلې کتاب اصلي عبارتونه فیض رسوي.

د ژباړې معلومات

دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.

د چاپ حق © 2026 مهدي فاونډېشن نړیوال