د قلـب لـطـیفه
د غوښې دې ټوکړې ته په پښتو کې زړه او عربي کې فواد ویل کېږي او دا مخلوق چې د زړه سره موقعیت لري، قلب ویل کېږي. د دې نبوت او علم آدم ؑ ته ورکړل شوی دی. په حدیث کې راغلي چې په زړه او قلب کې فرق موجود دی. دې دنیا ته ناسوت ویل کېږي. د دې ترڅنګ نور جهانونه هم شتون لري، لکه: ملکوت ، عنکبوت، جبروت، لاهوت، وحدت او احدیت.
په ناسوت کې د ګولې د چاودنې څخه مخکې، پورته جهانونه او د هغوی اړوند مخلوقاتو شتون درلود. پرښتې د روحونو سره یوځای تخلیق شوې. مګر ملائکې او لطائف د پخوا څخه په خپلو جهانونو کې موجود وو. وروسته، د ناسوت په جهان کې په څو سیارو باندې دنیا آباده شوه. ځینې له منځه ولاړ او پاتې منتظر دي. دا مخلوقات یعنی لطائف او ملائکې، د روحونو د امرِ کُن څخه ۷۰ زره کاله مخکې تخلیق شوي دي او د لطائفو له جملې څخه قلب، د محبت په مقام کې ساتل کیده او د همدې په وسیله د انسان اړیکه د الله سره وصل کېږي. د الله او بنده ترمنځ دا د ټلیفون آپرېټر حیثیت لري. پر انسان دليل او الهامات د همدې په وسیله وارد کېږي.
د ټولو لطائفو عبادتونه د قلب په وسیله عرش ته رسیږي. مګر دا مخلوق پخپله د ملكوت څخه مخکې نشي تللی. د دې مقام خُلد دی. د قلب عبادت او تسبیح دواړه د انسان دننه په جسم کې ترسره کېږي. د قلب د عبادت څخه بغير به جنتیان هم افسوس کوي، ځکه چې الله فرمایلي: آیا دې خلکو دا فکر کړې چې زه به دوی د نیکانو په صف کې شمار کړم؟ ځکه چې د منور شوي قلبونو خاوندان به په جنت کې هم الله، الله کوي.
د جسمونو عبادت له مرګ وروسته پای ته رسیږي. د چا قلب او لطائف چې د الله د نور سره طاقتوره شوي نه وي د هغوی لطائف به په قبرونو کې په خسته حالت کې اوسیږي یا به له منځه ولاړ شي، البته منور او طاقتوره لطائف د علیین مقام ته ځي. د محشر له ورځې وروسته کله چې نوي جسمونه ورکړل شي نو بیا دا لطائف او انساني روح به یوازې د دیدار کوونکو لافاني ولیانو په جسمونو کې داخلیږي. هغو کسانو چې په دنیا کې خپل لطائف او روحونه بیداره کړي وو او په دې توانیدلي وو چې د الله ذکر په دوی کې ځای پر ځای کړي، په آخرت کې به هم دائمي ذکر کوي او هلته له ورتګ څخه وروسته به د هغوی مرتبې په پرله پسې د لوړیدو په حال کې وي. او څوک چې دلته په زړه ړانده وي هغوی به هلته هم ړانده وي، ځکه چې د عمل ډګر دا دنیا وه او هغوی به د ښو کارونو د ترسره کولو په برخه کې د انجماد ښکار شي. د عیسویانو او یهودیانو ترڅنګ د هندوانو مذهب هم د دې مخلوقاتو قایل دی. هندوان دې ته (شکتياں اِندریاں Shaktiyaan-Indaryaan) او مسلمانان دوی ته لطائف وایي.
قلب د زړه چپ لوري ته د دوه انچونو په واټن کې موقعیت لري. د دې مخلوق رنګ زیړ دی. د دې په بیداره کیدو سره انسان زیړه رڼا په خپلو سترګو کې محسوس کوي. بلکه ځینې عامل حضرات د دې لطائفو د رنګونو په وسیله د خلکو درملنه هم ترسره کوي. زیات شمېر خلک د خپل زړه خبره په حق ګڼي. که زړونه واقعا هم رښتوني وي نو ټول د زړونو خاوندان ولې سره یو نه دي؟
د عام انسان قلب، صنوبري وي، په کوم کې چې هیڅ ډؤل زیرکتیا نه لیدل کېږي. د نفس او خناس د غلبې له امله یا د خپلې سادګۍ پر بنسټ غلطه پریکړه هم ترسره کولې شي. قلبِ صنوبر باندې اعتماد کول ناداني ده. کله چې په دې زړه کې د الله ذکر پیل شي نو بیا په ده کې د نیکۍ او بدۍ تمیز او پوهه راځي. دې ته بیا قلبِ سلیم ویل کېږي. کله چې د ذکر د کثرت له امله د هغه رُخ رب لوري ته وګرځي، دې ته بیا قلبِ منیب ویل کېږي. دا ډؤل زړه یو څوک له ورانو کارونو څخه منع کولې شي، مګر بیا هم صحیح فیصله نشي صادرولی. کله چې د الله تعالی د تجلیاتو نزول په دې زړه باندې پیل شي نو بیا دې ته قلبِ شهید ویل کېږي. حدیث: په مات زړه او مات قبر د الله رحمت وریږي. په دې حالت کې چې زړه هر څه ووایي، په چپه خوله یې ومنه، ځکه چې د تجلۍ سره نفس هم د مطمئنه منزل ته رسیږي او الله، حبل الورید جوړیږي بیا الله وایي چې، زه د هغه ژبه جوړیږم د کومې په وسیله چې هغه خبرې کوي، د هغه لاس جوړیږم د کوم په وسیله چې هغه نیول کوي.
د ژباړې معلومات
دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.