Skip to content

لفظ

سریاني ژبه چې په آسمانونو کې کارول کیږي پرښتی او رب د دی ژبی سره مخاطب کیږي. په جنت کې آدم صفی الله هم په همدی ژبه خبری کولی. بیا کله چې آدم صفی الله او مور حوا دنیا ته راغلل، په عربستان کې آباد شول د دوۍ اولاد په همدی ژبه خبری کولی، بیا د آل په دنیا کې د خوریدلو له امله دا ژبه عربی، فارسی او لاتینی څخه په وتو انګریزۍ ته ورسیدله، او الله په بیلابیلو ژبو سره یاد کړی شو. د آدمٴ په عربو کې د ستنیدو له امله د سریانی ژبی ډیر لفظونه اوس هم په عربي ژبه کې موجود دي لکه آدم یې د آدم صفی الله په نامه سره یاد کړی وه. څوک یې د نوح نبي الله،‌ څوک د ابراهیم خلیل الله، بیا موسی کلیم الله، عیسی روح الله او محمد الرسول الله په نوم سره یاد کړل. دا ټولی کلمی په سریاني ژبه په لوح محفوظ کې د دی نبیانو د راتګ څخه مخکی درج وی، ځکه خو حضور پاک ﷺ فرمایلي وه چې زه دنیا ته د راتلو څخه مخکی هم نبي وم.

د ځینو خلکو دا خیال دی چې لفظ الله د مسلمانانو له لوري ایښودلی شوی نوم دی، مګر داسی نه ده

حضرت محمد الرسول الله د والد نوم عبدالله وه حال دا چې په هاغه وخت کې اسلام نه وه. او د اسلام څخه مخکی هم د هر نبي د کلمی سره د الله نوم اخیستل کیده. کله چې روحونه تخلیق شوه نو د هغوۍ په ژبه اول لفظ (الله) وه او بیا کله چې روح د آدم جسم ته داخل شو نو یا الله ویلو سره داخل شوی وه. ډیر مذهبونه دا رمز حق ګڼي او د الله د نوم ذکر کوي او ډیر د شک په وجه د دی څخه محروم دي. هر نوم چې رب لوري ته اشاره وکړي هغه قابل د تعظيم دی،‌ یعنی الله لوري ته چې دچا رخ وګرځوي.

البته نومونو کې د اثر له وجی فرق راغی. د ابجدو د حرفونو او تهجی حرفونو له نظر څخه د هر لفظ هندسه فرق کوي. دا هم یو آسماني علم دی او د دی هندسو تعلق د ټول مخلوق سره دی، ځینې وخت دا هندسی د ستورو په حساب د یو بل سره جوړښت نلري چې له همدی وجی انسان غمجن وي. ګڼ شمیر خلک د دی علم ماهرینو سره د ستورو په حساب نقشه جوړه او نوم کیږدي. د مثال په توګه (ا.ب.ج.د) (۱۔۲۔۳۔۴) څخه د لسو عدد جوړیږي. په همدی توګه د هر نوم ځانګړي عددونه وي. کله چې د الله بیلابیل نومونه کیښودل شوه نو د ابجدو په حساب د یو بل سره په ټکر کې راغلل. که ټولو رب په یو نامه سره یاد کړی وه نو د مذهبونو د جدا کیدو باوجود به خلک له زړونو څخه یو وه. بیا د نانک صاحب او بابا فريد په شکل به خلکو ویل: ټول روحونه د الله د نور څخه جوړ شوي، لیکن د هغوۍ ماحول او د هغوۍ کوڅی جدا دي.

کومو پرښتو ته چې په دنیا کې یو مسؑولیت ورسپارل کیږي نو هغوۍ ته د خلکو ژبی هم ور ښودل کیږي. د اُمتیانو لپاره ضروري ده چې د خپل نبي کلمه چې د نبي په زمانه کې د امت د شناخت، فیض او پاکوالی لپاره د رب له لوري عطا کړی شوی وه، په هماغه شکل په هماغه ژبه د کلمی تکرار وکړي. هر چا لره په هر مذهب کې د شمولیت لپاره دا کلمی شرط دي. لکه څنګه چې د نکاح په وخت د ژبی اقرار شرط دی. جنت ته د ننوتلو لپاره هم دا کلمی مشروط کړی شوي دي. لیکن په غربي نړۍ کې ګڼ شمیر مسلمانان او عیسویان د خپل مذهب د کلمو څخه حتی د خپل نبي د نوم نه بی خبره دي.

په خوله د کلمی اقرارکوونکي د صالح عملونو محتاج دي، کلمه نه ویوونکي د جنت څخه بیرون،‌ او د چا چې په قلب کې کلمه داخله شوی وي هغه به بی له حساب او کتاب څخه جنت ته ځي. آسماني کتابونه که په هره ژبه خو چې په اصلي حالت کې وي رب ته د رسیدلو وسیله ده لیکن د کوم وخت راهیسی چې د دوۍ په عبارتونو او ترجمو کې لاس ووهل شو، لکه څنګه چې ملاوټ شوي اوړه د خیټی لپاره مضره دي، په همدی شکل ملاوټ شوي کتابونه په دین کې د نقصان سبب شول او د یو دین او نبي پیروان په څو فرقو باندی وویشل شوه. د صراط مستقیم لپاره ښه به دا وي چې د نور له لاری څخه هم هدایت ترلاسه کړی شي.

د ژباړې معلومات

دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.

د چاپ حق © ۲۰۲۵ مهدي فاونډېشن نړیوال