په مريخ کې انساني ژوند اوس هم شتون لري، البته په لمر کې د اور څخه جوړ شوی مخلوق آباد دی
ویل کیږی چې کله یو خلا باز سپوږمۍ ته ورسید. هغه وغوښتل چې د پورته سیارو څیړنه وکړي نو هغه د آذان غږ واورید د کوم څخه چې هغه متاثر او مسلمان شوی و. دا د مریخ دنیا وه په کومې سیاره کې چې د ټولو مذهبونو خلک ژوند کوي. زمونږ ساینس پوهان لا تراوسه مریخ ته نه دي رسیدلي مګر د هغه ځای خلک څو ځلې دې دنیا ته راغلي دي. او د تجربې لپاره یې د دې ځای انسانان هم له ځانه سره وړي دي. دوی په ساینسي پوهه او اختراعاتو کې زمونږ په پرتله ډیر پرمختللي دي. حتی که زمونږ سپوږمکۍ او ساینس پوهان مریخ ته ورسیږي، بیا هم دوی نشي کولې د مریخیانو له منګولو څخه ځانونه خلاص کړي.
یو بل آدم ته الله ډیر علم ورکړې و او د هغه اولادونو د علم په وسیله تر بیت المعمور پورې لاسرسې موندلې و، یعنی که الله به پرښتو ته یو فرمان ورکاوه، لاندې به هغوی اوریده. یوه ورځ پرښتو وویل: ای الله دا قوم زمونږ په چارو کې لاسوهنه کوي، کله چې مونږ د یو امر د ترسره کولو لپاره دنیا ته ځو نو دوی لا دمخه د هغې بدیل موندلې وي. الله جبریل ته وویل: لاړ شه د هغوی امتحان واخله! یو دولس کلن هلک رمه څروله. جبرائیل ورڅخه وپوښتل: آیا تاسره هم کومه علم شته؟ هغه وویل: له ما وپوښته! جبرائیل وپوښتل: ووایه جبرائیل اوس چېرې دی؟ هغه سترګی بندې کړې او ویې ویل: په آسمانونو کې نشته، نو بیا چېرې دی؟ هغه وویل: په ځمکو کې هم نشته، جبرائېل وپوښتل: نو بیا چېرې دی؟ هغه سترګی پرانیستلی او ویې ویل: ما په څوارلس طبقو کې د لټون هڅه وکړه، هغه چېرې هم نشته، یا خو زه جبرائیل یم یا ته یې. بیا الله پرښتو ته امر وکړ چې دا قوم د سیلاب سره ډوب کړئ. هغوی دا فرمان واورید او د اوسپنې او ښیښو څخه یې د کورونو جوړول پیل کړل. بیا د زلزلې په وسیله دا قوم تباه کړلې شو. په هاغه وخت کې یې دې سیمې ته (کالده) او اوس یونان ویل کېږي. دوی به د روحاني علم په وسیله او اوس زمونږ ساینس پوهان د ساینسي علم په وسیله د رب په کارونو کې لاس وهنه کوي.
د دوی د ویرولو لپاره اوس په ټیټه کچه تباهي او د بشپړې تباهۍ لپاره یې یو لکۍ لرونکې ستورې د ځمکی په لور روان کړې دی. د کوم ټکر چې د ځمکې سره د شلو څخه تر پنځویشت کلونو پورې متوقع دی او هغه به د دنیا وروستۍ ورځ وي. د هغی یوه ټوټه دوه کاله مخکې پر مشتري را پرېوتلې وه. ساینس پوهانو سره هم د دې معلومات شته او دوی د هغې له تصادم څخه مخکې پر سپوږمۍ یا په کومه بله سیاره کې د اوسیدو په لټه کې دي. البته په سپوږمۍ کې د ځمکو ویشل هم پیل شوي. سره له دې چې هغوی په دې پوهیږي دا چې په سپوږمۍ کې د انساني ژوند آثار یعنی هوا، اوبه، ونې او بوټي شتون نلري! بیا د دې هڅو مقصد څه شې دی؟ پاتې شوه د څیړنې موضوع! سپوږمۍ او مشتري ته په رسیدو، انسانیت کومه ګټه ترلاسه کړه؟ آیا داسې کومه د عمر د اوږدوالي یا د مرګ د شفا نسخه یا دارو ترلاسه شول؟ که د مریخ مخلوق ته ورسیدل بیا هم، د هاغه ځای او د دې ځای د آکسیجن د توپیر له امله هلته ژوند کول ممکنه نه دي. بس بې فایدې د شتمنۍ ضایع کول دي. که همدا شتمني روس او امریکا په بې وزلو خلکو ولګوي نو ټول به خوښ شي. دا چې دوی د بیلابیلو آدمانو پورې اړه لري له همدې امله دوی د یو بل د له منځه وړلو په خاطر د اتومي بمونو د جوړولو لړۍ روانه کړې ده. البته د بمونو پرته به هم دا دنیا یوه ورځ تباه کېږي.
د ژباړې معلومات
دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.