Skip to content

په مریخ او نورو سیارو کې د انځور راز

د حضرت عیسی هستي د کوم تعارف محتاجه نده ځکه چې هغه الله ته ډیر نږدې دی. د هغوی انځورونه په ځینې سیارو او ځینې مقاماتو کې ظاهر شوي دي. د دې زمانې ګڼ شمیر خلکو د هغوی سره د ملاقات شرف حاصل کړی دی.

دویم لوري ته سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي دی چې په ځمکه حضور لري، خو کومه خاص استوګنځای هم نلري، په ټوله نړئ کې په سفرونو بوخت دی. د مریخ سربیره په نورو سیارو کې هم د هغوی انځورونه تر سترګو شوي دي. تاسو د انټرنټ پر صفحه (www.goharshahi.com) د هغوی کتابونه لوستلې شئ. د سرکار ریاض احمد ګوهرشاهي تعلق پاکستان سره دی او د صوفي سلسلی پورې تړاو لري. سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي فرمایي چې زه نبي نه یم لیکن زه د حضور پاک ﷺ ، عیسیؑ او د نورو نبیانو ملاتړ له ځانه سره لرم. سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي فرمایي: که څوک د یو مذهب پورې تړاو ولري خو د هغه په زړه کې د الله مینه نه وي، له دې شخص څخه هغه څوک غوره دی چې بې مذهبه وي لیکن د الله مینه په زړه کې ولري.

د مسلمانانو علما هغوی ته وایي چې ته ووایه، دا چې مسلمانان د ټولو څخه غوره دي. لیکن هغوی وايي: هغه څوک د ټولو په پرتله غوره دی د چا په زړه کې چې د الله مینه وي. د مسلمانانو علما وایي چې د محمدي کلمی د لوستلو پرته څوک جنت ته نشي تللی. سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي فرمايي چې دا جسم به همدلته پاتې کېږي. روحونه به جنت ته ځي. ځلانده روحونه به جنت ته په تلو کلمه وايي. هغوی فرمایي چې د کلمی څخه مراد د هر نبي کلمه ده. د مسلمانانو یوه فرقه وایي چې تصوف او د زړه تعلیم دا ټول باطل دي. لیکن سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي فرمایي چې د زړه د پاکوالي پرته هر څه باطل، مفت او د پوستکي په مثال دي. د مسلمانانو په عقیده انسان یو ځل دنیا ته راځي. لیکن سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي د الٰہي دین په کتاب کې لیکلي چې، د ارضي روحونو زیږیدل څو ځلې ترسره کېږي البته یوازې د سماوي روحونو زیږیدل یو ځل ترسره کېږي. د هغوی د همدې تعلیماتو پر بنیاد ګڼ شمیر مسلمانان د هغوی دښمنان شوي دي له همدې امله د پاکستان حکومت د الٰہي دین په کتاب پابندي لګولې ده. څو ځلې هڅې ترسره شوي چې هغوی د بمي حملی په وسیله ترور کړي. د مسلمانانو ځینو تنظیمونو په میلیونو روپۍ د هغه د سر قیمت ایښودلې دی. حال دا چې د پاکستان حکومت د مذهب د توهین په قضیه کې ښکیل کړې دی. هغوی کوم یو خاص مذهب ته تبلیغ نکوي بلکه د الله عشق او محبت د خلکو په زړونو کې د داخلولو طریقه ورزده کوي. هغوی وايي چې کله ستاسو تعلق د الله سره قایم شي نو هغه به پخپله تاسو ته د هدایت لاره دروښایي. ځینو خلکو ته د مشق پر وخت الله پر زړه لیکل شوی په نظر راځي. هغوی وایي چې د هرې ژبې کلمه چې الله ته اشاره وکړي هغه قابل د تعظیم او قابل د فیض ده. د هر مذهب خلک د هغه سره مینه لري بلکه امریکا، انګلستان، افریقا، اروپا منځنۍ آسیا کې په ګڼ شمېر کلیساګانو، ګردوارو، مندرونو او جوماتونو کې هغوی خطاب ترسره کړی دی. ګڼ شمیر داسې ناروغان چې ډاکټرانو هغوی ته ځواب ورکړې وه، د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي په دم کړل شوو اوبو سره شفایابه شول. او هغوی دا پلان په نظر کې لري چې د الله د مینې د تعلیم عام کول او د ناروغیو د روحاني درملنې لپاره په لندن کې د ټولو مذهبونو روحاني سازمان All Faith Spiritual Organisation تر نامه لاندې یو ډیره لویه اداره چې وړیا خدمتونه به وړاندې کوي تاسیس کړي. دا اداره به سږ کال د نړۍ په کچه کار پیل کړي.

له تاسو هیله ترسره کېږي چې د هیڅ ډول مذهبي،‌ ملکي او نسلي تعصب له امله د رب د نښانیو د تکذیب جرات ونکړئ،

شاید چې دا شخص رب ستاسو د اصلاح او مرستی لپاره رالیږلې وي. دوی راپیدا کړئ او په انفرادي توګه د دې کار پلټنه وکړئ. که کومه ډله یا اداره د دوی په هکله د معلوماتو غوښتونکي وي نو له مونږ سره دې په اړیکه کې شي،‌ مونږ به د انصاف څخه ډک پوره معلومات تاسو سره شریک کړو که ممکنه وي نو د هغوی سره به ستاسو د لیدنې اهتمام هم وکړو. زمونږ اداره د ۷ کلونو راپدیخوا په انګلستان کې دا تعلیمات د ټولې نړۍ ګوډ ګوډ ته د رسولو هڅه کوي. البته د آل هیلت اورګنایزشن د (آیرلنډ څانګه)، صوفی مومنټ امریکا،‌ او انجمن سرفروشان اسلام پاکستان ادارې هم زمونږ سره مُدغم شوې دي.

ریګز انټرنشنل


له ډیرو هلو ځلو وروسته او د ځینې سیاسونو د اسرار له امله د ناسا ادارې، د مریخ پر سطح د انځورونو اقرار کړی البته د نورو سیارو د انځورونو په هکله یې چوپتیا غوره کړې ده. په همدې ډول د انځورونو د مشابهت د تصدیق په برخه کې هم بهانې لټوي.

دا انځورونه د مارک جی کارلوټو د کتاب ( مارشین اینګماز ) څخه اخیستل شوي دي

دا انځورونه په رڼا او تیاره کې د تناسب پنځه بیلابیلې درجې ښایي، دلته موجود د ټولو څخه زیات د تناسب لرونکي انځور مماثلت د ناسا د هاغه انځور 35A72 سره دی کوم چې وایکنګ را لیږلي وه.

د ژباړې معلومات

دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.

د چاپ حق © 2026 مهدي فاونډېشن نړیوال