دا هاغه ګوهر شاهي دی چا چې تر درې کلونو د سیون شریف په غرونو او لال باغ (سند ایالت، پاکستان) کې د الله د مینې په خاطر چله کشي وکړه. د الله لاس ته راوړو لپاره یې دنیا پریښوده، بیا د الله د حکم پوره کولو په خاطر د دویم ځل لپاره دنیا ته راغې. په میلیونو زړونو کې یې د الله ذکر داخل کړ او خلک یې د الله د مینې په لور راوبلل.
د هر مذهب خلکو سرکار ریاض احمد ګوهرشاهي ته په جوماتونو، مندِرونو، ګردوارو (د سیکانو عبادتخونې) او کلیساګانو ته د روحاني خطاب لپاره بلنه ورکړه او له هغوی څخه یې د زړه ذکر ترلاسه کړ. بې شمېره نارینه او ښځینه د هغوی د تعلیم له برکته د ګناهونو څخه توبه وباسله او د الله په لوري راټیټ شول.
بې شمېره لاعلاجه ناروغان د هغوی د روحاني درملنې په وسیله شفایاب شول. بیا الله د هغوی څیره په سپوږمۍ کې راڅرګنده کړه، په حجرالاسود کې یې هم انځور ښکاره شو، په ټوله نړۍ کې شهرت ته ورسید. مګر ړندو ملایانو او د اولیا الله سره حسد او بُغض لرونکو مسلمانانو سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي خوښ نه شو، د هغوی د کتابونو په متن کې د خیانت څخه وروسته یې په هغوی د کفر او واجب القتل فتواګانې صادرې کړلې. د انګلستان په مانچستر سیمه کې د هغوی پر استوګنځي بمي برید ترسره شو. په کوټري (پاکستان) کې د وینا په دوران کې په هغوی د لاسي بم حمله ترسره شوه. په میلیونو روپۍ د هغوی د ترور لپاره اعلان شوې.
پنځه ډؤله د سنګینو جرمونو جعلي قضیې د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي د ښکیل کولو په خاطر د هېواد دننه طرح شوې. د نوازشریف د فشارونو له کبله د سند د صوبې حکومت هم په دې قضیو کې راښکیل شوی و. دوه د قتل قضیې، یوه قضیه د غیرقانوني وسلو درلودل، او د ځمکې د غصب قضیه هم د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي په وړاندې ترتیب شوه. په امریکا کې هم د یوې ښځې د ناقانونه بند او دروند جرم په جعلي قضیه کې راښکېل کړای شو. مفسده خبریالانو هم د هغوی د بدنامولو لپاره خپلې ټولې هڅې ترسره کړې، خو په پای کې محکمو له بشپړې څیړنې وروسته ټولې قضیې بې اساسه وګڼلې او رد یې کړلې او الله خپل دا دوست د ټولو ستونزو په وړاندې محفوظ کړ.
د پورته قضیو په اړه د عالي محکمې د راپور ضمیمه په لاندې پاڼو کې ملاحظه کړئ:
د لاندې راپور لنډیز:
’’ د تعصب پر بنسټ په بیلابیلو قضیو کې د ګوهر شاهي د راښکیل کولو هڅې ترسره کیږي.‘‘




ضروري یادداښت
د پورته بې اساسه قضیو له ناکامۍ وروسته، ابلیسیانو (بنسټپاله مولایانو) د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي په وړاندې د جزا قانون د ۲۹۵ مادې له مخې، یوه بله منطقي قضیه ترتیب کړله، چې ګویا سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي د نبوت دعوا کړې ده. دا ځل دوی د لوړپوړو چارواکو خاص ملاتړ له ځانه سره درلود، حتی د پاکستان پخواني صدراعظم رفیق تارړ د فرقه ییز تعصب پر بنسټ له هغوی سره لاس یو کړې و او د فشارونو په واردولو سره یې د تروریزم د محکمې په قاضي سزا اعلان کړه.
انشاالله، په عالی محکمه کې او یا هم په ستره محکمه کې د پورته جعلي قضیې د لغوې فیصله به هم صادره شي.
تبصره:
فرقه ییز عناصر په پاکستان کې غواړي چې سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي په بې اساسه قضیو کښی راښکیل کړي.
سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي د داسې یو هېواد پاکستان پورې تړاو لري چې له سیاسي ډګره یو بې ثباته هېواد دی. د دې هېواد زیات شمېر وګړي مسلمانان دي او بیا د همدوی اکثریت توندلاري او متعصبه دي. پاکستان د سویلي آسیا په سیمه کې ترټولو زیان منونکې او حساس ځای دی. د پاکستان مسلمانان د شیعه ګانو، د عربستان ملاتړ کوونکي وهابیانو، او د بیلابیلو سني فرقو څخه منځته راغلي دي. د دې فرقو اکثریت د سخت دریځو او وسله والو څخه تشکیل شوی دی. وهابیان او دیوبندیان په مالي توګه د سعودي عربستان له لوري حمایت کېږي. شیعه ګان د ایران له لوري ملاتړ او تمویلیږي. دا ټولې مذهبي فرقې د نفرت په تبلیغ او د بشریت ضد جرمونو کې ښکیل دي. دوی د مخالفو فرقو پر خلاف د هېواد دننه د جهاد اعلانونه کوي، او همدوی دي چې ترهګري د هېواد څخه بهر هم خپروي.
وهابیان په منظمه توګه په بیلابیلو ډلو وېشل شوي او هرې ډلې ته ځانګړې دنده ورکړل شوې ده. د تحفظِ ختمِ نبوت ترنامه لاندې ډلې ته د صوفیانو پر خلاف دنده ورکړل شوې ترڅو صوفیان د ګستاخۍ په قضیو کې راښکیل کړي. د تبلیغیانو ډله یو انجیل نما غورځنګ دی چې موخه یې د ټولو مسلمانانو خپلې عقیدې ته اړول دي.
د وهابیانو ډلې د مذهب تر نامه لاندې د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي ځورول، بې حوصلې کول، ښکیل کولو او له منځه وړلو په خاطر بې اساسه قضیې ترتیب کړلې. دوی ته د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي د مینې عالمګیر پیغام څخه چې په نړیواله کچه شهرت ته رسیدلې خطر متوجه کېږي.
د ژباړې معلومات
دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.