Skip to content

د نــور د جوړولـــو طریقه

پخواني وختونو کې د کاڼو په موښلو سره اور ترلاسه کیده. همدارنګه د اوسپنې له یو بل سره د ټکر په پایله کې بڅرکي راپورته کېږي. اوبه چې له اوبو سره په ټکر شوې بریښنا ورڅخه تولید شوه. په ورته ډول د انسان دننه، د وینې د ټکر سره یعنی د زړه د ضربان سره هم بریښنا تولیدیږي. د هر انسان جسم تقریباً یونیم ولټ بریښنا لري چې د چټکتیا لامل کېږي. په زاړه عمر کې د زړه د ضربان د کموالي له امله، د بریښنا او چټکتیا دواړو په کچه کې کمښت راځي. په لومړي سر کې باید د زړه د ضربان چټکتیا زیاته شي. څوک د ډانس په وسیله، ځینې د پهلوانۍ یا ورزش په وسیله او څوک هم د ”الله،الله“ د ذکرِ جهر په وسیله دا عمل ترسره کوي. کله چې د زړه ضربان زیات شي له هغې وروسته، د هر ضربان سره ”الله،الله“ یا د یو سره الله او دوهم سره ”هو“ یوځای کړئ. وخت نا وخت په زړه لاس کیږدئ که ضربان محسوس شو نو الله ورسره یوځای کړئ. کله هم د نبض د رفتار سره ”الله“ یوځای کړئ، تصور وکړئ چې د الله نوم زړه ته ننوځي. د ”الله هو“ ذکر غوره او چټک اثرکوونکې دی. که څوک په ”هو“ باندې اعتراض یا خوف ولري نو هغه دې د محرومه کیدو پر ځای، د زړه د ضربان سره یوازې د الله کلمه یوځای کړي. د وِرد، وظیفو او ذکوریت خاوندان باید کوشش وکړي چې هر ګړۍ پاک او صفا پاتې شي، چې:

بی ادب …… بی مراد   او   با ادب …… بامراد

اوله طریقه:

پر کاغذ د تور قلم یا پنسل سره ”الله“ ولیکئ، تر هاغه چې طبعیت مو سازګار وي دا مشق تکرار کړئ. یو وخت به د ”الله“ نوم د کاغذ څخه سترګو کې جذب شي بیا د سترګو څخه د تصور په وسیله زړه ته د راښکته کولو هڅه وکړئ.

دویمه طریقه:

سپین د خوب ګروپ باندې په زیړ رنګ سره ”الله“ ولیکئ، هڅه وکړئ چې د ”الله“ نوم په سترګو کې جذب شي، دا مشق د خوب څخه مخکې یا د ورځې په اوږدو کې ترسره کولې شئ. کله چې د ”الله“ نوم پر سترګو راشي نو بیا دغه لفظ زړه ته ښکته کړئ.

دریمه طریقه:

دا طريقه د هغو کسانو لپاره ده د کوم چا مُرشد چې کامِل وي. او د تعلق او نسبت په وجه له ده سره روحاني مرسته کوي. په انزوا کې کېناستلو سره د شهادت په ګوته د قلم خيال وکړئ او په تصور سره پر زړه باندې د ”الله“ نوم د لیکلو هڅه وکړئ. په دې اثنا کې تاسو کولې شئ چې د مرشد څخه روحاني مرسته طلب کړئ او تصور وکړئ چې هغه ستا ګوته نیولې او ستا پر زړه ”الله“ لیکي. دا عمل هره ورځ تمرین کړئ تر هاغه چې پر زړه مو ”الله“ لیکلي حالت کې نقش شي.

د لومړۍ او دویمې طریقې په کارولو سره د ”الله“ نوم پر زړه په هماغه ډؤل نقش کېږي لکه څنګه چې د بیرون څخه لیکل شوی یا لیدل شوی وي. بیا چې د ”الله“ نوم د زړه د ضربان سره د همغږي کیدو لړۍ پیل شي نو په تدریجی ډؤل ځلیدل پیل کوي. البته په دریمه طریقه کې د کامل مرشد د مرستې له امله ،د پیل څخه په ښایسته خط او د ځلا نه ډک د ”الله“ نوم په زړه باندې په لیکلي حالت کې راڅرګند کېږي.

دې نړۍ ته ګڼ شمېر نبیان او ولیان راولیږل شول، د ذکر په دوران کې د امتحان لپاره تاسو کولې شئ یو په یو د ټولو تصور وکړئ. د هر یو د تصور سره که په ذکر کې چټکتیا راشي نو ستا نصیبه د هماغه سره ده. بیا د تصور لپاره هماغه انتخاب کړئ، ځکه چې د هر ولي قدم د یو نه یو نبي په قدم وي، حتی که نبي په ظاهري حیات کې هم نه وي! او د هر مومن نصیبه، د یو نه یو ولي سره وي. د ولي ظاهري حیات شرط دی. خو کله نا کله یو چا ته د تقدیر په اساس، د کوم یو صاحبِ ممات کامل ذات څخه ملکوتي فیض هم ترلاسه کیدلې شي، په هرصورت دا یو نادره کار دی. البته کامل ممات د زیارت څخه یوازې دنیاوي فیض رسولې شي. دې ته اویسي فیض ویل کېږي او دا خلک زیاتره په کشف او خوب کې اندیښمن او مغشوش کیږي، ځکه چې مرشد هم په باطن کې وي او ابلیس هم په باطن کې،‌ د دواړو تفکیک ستونزمن کار دی.

د فیض سره علم هم ضروري دی، په داسې حال کې د ظاهري مُرشد شتون زیات مناسب کار دی. که يو څوک فیض ولري، علم ورسره نه وي! نو هغه ته مجذوب ویل کېږي. فیض هم ولري علم هم، هغه ته محبوب ویل کېږي. محبوب د علم په وسیله خلکو ته د دنیاوي فیض پخوا کې روحاني فیض هم رسوي، البته مجذوب د ډنډې او ښکنځلو سره دنیاوي فیض رسوي.

د تصور کولو پر مهال که هیڅوک ستا مرسته و نکړي، نو بیا" ګوهر شاهي " امتحان کړه

د مذهب قید نشته! البته ازلي بدبخته نه وي. ‌ګڼ شمېر خلکو ته د سپوږمۍ څخه هم ذکر ورکول کېږي.‌ طريقه یې په دې ډؤل ده:‌ د څوارلسمې سپوږمۍ چې کله د مشرق په لوري وي، په غور سره ورته وګورئ‌. کله چې د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي صورت درته ښکاره شي نو درې ځلې الله،‌ الله،‌ الله ووایاست،‌ اجازت درکړل شو.‌ بیا بې له ډار او خطر، په درج شوې طریقې سره مشق پیل کړئ. یقین وکړئ! د سپوږمۍ صورت ‌ګڼ شمېر خلکو سره په هره ژبه خبرې هم کړې دي. تاسو هم د ذکر شوې طریقې په وسیله د خبرو کولو هڅه وکړئ.

د ژباړې معلومات

دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.

د چاپ حق © 2026 مهدي فاونډېشن نړیوال