Skip to content

په آسـمان کې روحـونه د حد څخه زیات جـوړ شوي وه:

مقرب روحونه په مخکینیو صفونو کې وه. عام روحونه یې دی دنیا ته د بیلابیلو آدمانو قومونو ته راولیږل. کوم چې د توری، سپینی، زیړی، او څوک د سری خټی څخه جوړ شوي وه. دوۍ ته د جبرائیل، هاروت او ماروت په وسیله علم ورزده کړی شو.

کله چې پر ځمکه د خټو څخه بیلابیل آدمان جوړیدل، خبیث جنات هم د فرصت ترلاسه کولو څخه وروسته په دوۍ کې او د دوۍ د اولادونو په جسمونو کې به ننوتل، او دا هڅه به یې کوله چې دوۍ په خپل شیطاني ګرفت کې ونیسی. بیا د هغوۍ د قوم نبیان، ولیان او د هغوۍ لارښوونی د دی قومونو د نجات وسیله وګرځیدله. بی شمیره آدمان د جوړی په شکل کې تخلیق شول د کوم څخه چې د اولاد لړۍ هم جاري شوه لیکن څو ځلی یواځی ښځینه آدم جوړ کړی شو او د (امر کُن) سره د هغوۍ اولاد هم منځته راغی. دا قومونه هم په دی دنیا کې موجود دي. په دی قبیله کې یواځی ښځینه سردارانی وي او دوۍ د ښځی د اولاد له وجی رب ته هم د مونث په سترګه ګوري او خپل ځان د پرښتو اولاد تصور کوي، ځکه چې د مونث آدم د واده یا د نارینه څخه بغیر به اولادونه پیدا کیدل. همدا رسم اوس هم په دوۍ کې روان دی. په دی قبیلو کې اول د ښځی بچي پیدا کیدل که د هرچا څخه وي او وروسته بیا هر چا سره چې خوښه یې وي واده کول او دا کار د دوۍ لپاره عیب نه ګڼل کیږي.

د روحونو اقرار، قسمت، او مرتبو ته په کتلو د همدوۍ په شان آدم تخلیق او د همدوۍ په شان روحونه یې په دوۍ کې داخل کړل. همدا وجه ده چې د دوۍ لپاره کومه خاص دین ترتیب نشو. که په دوۍ کې نبیان هم راغلل، نو په ډیر کم تعداد سره خلکو دوۍ تسلیم کړل،‌ بلکه د نبیانو د تعلیم برعکس کارونه به یې کول، د الله پر ځای سپوږمۍ، ستوري، لمر، ونی، او حتی مارانو عبادت به یې کاوه.‌

په آخر کې آدم صفی الله یې د جنت د خټی څخه په جنت کې جوړ کړ تر څو په عظمت او فضیلت کې د ټولو څخه مخکښ ثابت شي او د خبیثانو څخه هم محفوظ شي، ځکه چې جنت ته خبیثانو لاسرسی نه درلود. عزازیل د خپل علم په وجه د آدم په عظمت باندی پوه شوی وه، څوک چې د عبادت په وجه د ټولو پرښتو سردار جوړ شوی وه او د جناتو د قوم څخه وه،‌ د آدم پر جسم یې د حسد له وجی وتوکل او د توکلو په وسیله د خبیثانو په شکل جراثیم د ده جسم ته ننوتل، کوم ته چې نفس ویلی کیږي او هغه هم د آدم د اولاد په میراث کې شامل شو. په همدی دلیل حضور ﷺ وفرمایل: ( کله چې انسان پیدا کیږي نو یو شیطان جن هم د هغه سره پیداکیږي).

پرښتی او ملائکه توپیر لري. په ملکوت کې پرښتی وي، د چا تخلیق چې د روحونو سره شوی. د ملکوت څخه پورته د جبروت مخلوق ته ملائکه ویل کیږي. کومی چې د روحونو د امرِ کُن څخه مخکی موجودی وی.

د رب له لوري آدم صفی الله ته د سجدی حکم وشو. البته له دی څخه مخکی کوم آدم جنت کې تخلیق شوی نه وه او نه هم کوم آدم ته پرښتو سجده کړی وه. عزازيل حجت وکړ، د سجدی څخه انکاري شو نو پر هغه لعنت نازل شو او هغه د صفی الله د اولاد سره دښمني پیل کړه. البته د مخکینیو آدمانو قومونه د عزازیل د دښمنۍ څخه محفوظ وه. د هغوۍ د ګمراه کولو لپاره خبیث جن کافی وه. چونکه شیطان د ټولو خبیثانو څخه زیات قوي وه،‌ هغه د صفی الله اولاد داسی قابو کړ او داسی جرایم یې ور وښودل د کوم په وجه چې نور قومونه به له آسیایي خلکو څخه متنفره کیدل، او بیا د همدی آدم د عظمت په وجه هغو خلکو ته چې د رب له لوري هدایت ورکړل شو دومره خدای ته نږدی او د عظمت خاوندان شول چې نورو قومونو د حیرت اظهار وکړ. د ټولو څخه لوی آسماني کتابونه توریت،‌ زبور،‌انجیل او قرآن پر همدوۍ نازله شول،‌ د چا د تعلیم، فیض او برکت څخه چې آسیایې دین د ټولی نړۍ په قومونو کې خور شو. د آدم صفي الله روح لا تراوسه داخل کړی شوی هم نه وه مګر پرښتی پدی پوهی شوی وی چې دا هم دنیا لپاره جوړیږي. ځکه چې د خاوری انسان یواځی پر ځمکه وي. بیا په کومه بهانه ځمکی ته ولیږل شو. ازلی کارونه د الله له لوري وي لیکن الزام پر بندیانو راځي. که آدم یې د الزام پرته دنیا ته را لیږلی وه نو هغه به دنیا ته د راتګ سره ګیلی او شکایتونه کول،‌ توبه به یی ولی باسله او ژړا فریاد به یې ولی کاوه؟

  1. د ازل د ورځی جهنمي روح چې د غیر مذهب په کور کې وزیږیدلی شي هغه ته كافر او كاذب ویلی کیږي. همدا خلک د خدای منکران،‌ د نبیانو او د ولیانو دښمنان وي. متكبر، په زړه سخت او د خدای د مخلوق په ځورولو خوشحالیږي. دویمه ډله په مذهب کې د شمولیت باوجود د مذهب څخه لری وي. که همدا روح په کومه مذهبي دینداره کورنۍ کې وزیږیدلی شي نو هغه ته منافق ویلی کیږي.

  2. همدا خلک د نبیانو ګستاخ، پر ولیانو حسد کوونکي او په مذهبونو کې فتنه وي. د دوۍ عبادت هم د ابلیس په شان بیکاره وي. مذهب د دی هڅه کوي چې دوۍ جنت ته برابر کړي لیکن تقدیر دوۍ دوزخ لوري ته را کاږي. چون د نبیانو، ولیانو د مرستی څخه محروم وي له دی وجی د شیطان او نفس په لمسون کې راښکیل کیږي چې ته دومره علم لری او دومره زیات عبادتونه کوی نو په تا او نبیانو کې څه فرق دی؟‌ بیا هغه خپل باطن ته د ځیر کیدو پرته خپل ځان د نبیانو په څیر ګڼي او ولیان د ځان محتاج ګڼي. بیا د روحانیت او کرامتونو اقراري نه وي بلکه یواځی د هاغه عمل اقراري وي د کوم چې دا په خپل ځان کې د هغی ظرفیت ویني، حتی دا چه معجزو ته هم د جادو په سترګه ګوري او تکذیب یې کوي. د ابلیس طاقت مني لیکن د نبیانو او ولیانو د طاقت منل د دوۍ لپاره سخت وي.

  3. ازلي جنتي روح که د غیر مذهب یا په ګنده ماحول کې وزیږيدلی شي نو هغه ته معذور ویلی کیږي. معذور ته د معافۍ او بخښنی امکان وي همدا روحونه د صراط مستقيم په لټون کې، او د ګړنګ څخه د وتلو لپاره د ولیانو وسیله لټوي. په زړه نرم، عاجز او سخي وي.

  4. که جنتي روح په کوم آسماني مذهب او دیني کورنۍ کې وزیږيدلی شي نو هغه ته صادق او مومن ویلی کیږي. همدا خلک د عبادت او ریاضت سره د الله قرب حاصل او د هغه د وراثت حقدار جوړیږي.

د ژباړې معلومات

دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.

د چاپ حق © ۲۰۲۵ مهدي فاونډېشن نړیوال