د حضرت رياض احمد ګوهر شاهي شخصي تعارف
۲۵مه د نومبر ۱۹۴۱ کال کې د هند په وچه کې په یو کوچني کلي د (ډهوک ګوهر شاه) په نامه، ضلع راولپنډۍ کې زیږیدل شوی. ستاسو والده ماجده فاطمي ده. یعنی د ساداتو د سید ګوهر علي شاه د لمسیانو څخه ده البته والدِ محترم د مور له طرفه د سید ګوهر علی شاه د لمسیانو نه دی او بابا یې د مغولو د قوم سره تعلق لري. د کوچني سن څخه ستاسو رُخ د اوليا کرامو د مزارونو په لور وه. ستاسو والد ګرامي فرمایي چې ګوهر شاهي به د پنځه یا شپږ کلونو په عمر کې غیب کیده او کله به چې مونږ د هغه د موندنی هڅه کوله نو دا به مو د نظام الدين اولیاؒ (نوی ډهلي) په مزار کې ناست مونده. ماته څو ځلی داسی احساس وشو چې دا د نظام الدين اولیا سره خبری اتری کوي. دا د هغه وخت واقعه ده کله چې د حضرت ګوهر شاهي والد ګرامي د ماموریت له امله ډهلي کی استوګن شوی وه. مارچ ۱۹۹۷ کې کله چې ګوهر شاهي هند ته لاړ نو د نظام الدين اولیا د دربار سجاده نشین (اسلام الدين نظامي) د نظام الدين اولیا په اشاره د زیارت په سرخانه کې ګوهر شاهي ته دستار په سر کړ.
په وړکتوب کې به یې چې کومه خبره کوله هغه به رښتیا کیده، له دی وجی ما د هغه هر جایز ضد پوره کاوه. ستاسو والد ګرامی د دی موضوع په هکله بیا هم فرمایي چې: (ګوهر شاهي د عادت مطابق به هره ورځ چې کله باغچې ته راتلو نو زه به د هغه د احترام لپاره دریدم). پدی کار سره به ګوهر شاهي زما څخه ناراضه کیده او ویل به یې چې زه ستا زوی یم، ماته شرم مخی ته دریږي تاسو دا کار مکوۍ. لیکن زما به هر ځلی دا ځواب وه چې زه ستاسو لپاره نه بلکه کوم الله چې په تا کې اوسیږي د هغه په احترام کې دریږم. د (موړه نوري ابتدایي مکتب) استاد امیر حسین وایي: ( زه په مکتب کې د قهرجن استاد په نامه مشهوره شوی وم) شوخ ماشومان به می وهل او د ګوهر شاهي شرارت دا وه چې مکتب ته به ناوخته راتلو او کله به چې ما په غصه کې د دوۍ د وهلو هڅه کوله نو داسی به می حس کول چې کوم چا زما لښته نیولی ده او پدی شکل به ماته خندا راتله.
د حضرت ګوهر شاهي د ټبر او دوستانو تاثرات:
مونږ هیڅکله هم دوۍ د چا سره په جنګ جګړه یا د چا په ډبولو ندی لیدلی بلکه کومه یار دوست که په غوصه کیده یا د هغه د وهلو لپاره به راتلو نو دوۍ به خندا پیل کوله.
حضرت ګوهر شاهي محترمه میرمن وایي چې:
اول خو ده ته غوصه نه ورځي بیا که په غصه شي نو ډیر شديد غصه کیږي او هغه هم په کومه بیهوده خبره. د حضرت ګوهر شاهي د سخاوت په اړه وایي: سهار چې کله د باغچې په لوري ځي نو جیب یې ډک وي او چې راستون شي نو جیب یې خالي کړی وي. ټولی پیسی ضرورتمندانو ته ورکوي او کله چې ماته د پیسو ضرورت پیښیږي ځان تیر باسي او په دی شکل ماته غصه راځي بیا د معصومه څیری په کتلو سره دا شعر وایم.
دِل کے بڑے سخی ہیں……بیٹھے ہیں دهن لُٹاکے
د زړه نه ډیر سخي دی…….ناست دی په خلکو د مال لوټ کولو لپاره
د حضرت ګوهر شاهي د صاحبزاده ګانو تاثرات د دوۍ په باره کې:
پلار مونږ سره ډیره مینه هم لري او زمونږ ډیر خیال هم ساتي لیکن کله چې مونږ د هغه څخه پیسی وغواړو نو ډیری کمی راکوي او وایي چې: تاسو به فضول خرچي وکړۍ، بیا به مونږ ویل چې: یا زمونږ څخه هم فقیران جوړ کړه یا مونږ ته پیسی راکوه.
د حضرت ګوهر شاهي د والده ماجده تاثرات د دوۍ په باره کې:
په کوچنيوالي کې به کله چې مکتب ته نه تلو یا د ځوانۍ په دوران کې په کاروبار کې به یې چې کله تاوان وکړ نو ما به د ده سرزنش کاوه لیکن دوۍ هیڅ کله هم ماته په اوچت سر ځواب ندی راکړي البته زما روحاني مرشد (ککه میا د شمس والا د کلي) به ویل چې: (ریاض ته ښکنڅلی مه کوه، کومه څه چې زه پده کې وینم ته پری بی خبره یې). انساني همدردي یې دومره زیاته وه چې که (ریاض) ته به خبر ورسید چې کومه بس د اته نهه میلو په فاصله کې خراب شوی دی نو هغو خلکو ته به یې ډوډۍ برابره او پر بایسکل به یې هغوۍ ته رسوله.
د حضرت ګوهر شاهي یو نږدی دوست محمد اقبال د (فضوليا) د سیمی اوسیدونکی:
محمد اقبال وایي چې د پشه کال په فصل کې وخت نا وخت به چې د پټیو د پولو څخه تیریدلو نو بی شمیره میږي به قطار په قطار پر هغی پولی روان وه. مونږ به په پوله تللو او د میږیانو خیال به مو نه کاوه لیکن دوۍ به ځان د میږیانو نه ګوښه او په خټو کې به روان وه تر څو میږیانو ته تکلیف ونه شي. کله چې پر دوۍ د بی اساسه د قتل دوسیه جوړه شوه نو د جنایاتو د څانګی قدوس شیخ د څیړنی لپاره راغی، د کلي خلکو هغه ته وویل چې زمونږ په نظر خو ګوهر شاهي به هیڅکله کومه ماشی هم نه وي وژلی، بیا چېری د یو انسان قتل کول!
حضرت ګوهر شاهي او د هغه عمه:
دا د هاغه وخت خبره ده چې زه د اتم صنف شاګرد وم. یو ځلی عمه (کومه چې زاهد و پارسا او عبادت کونکی وه لیکن حرص او حسد کې هم مبتلا وه کوم چې ډیری وخت په عبادت کوونکو کې موجود وي) وویل چې ستا نور ټول کارونه صحیح دي لیکن ته لمونڅ نکوی. ما ځواب ورکړ: چې لمونځ د رب تحفه ده زه نغواړم چې د لمانځه سره د بخل، تکبر، حسد او د کینی ملاوټ رب ته ولیږم کله می هم که لمونځ کاوه نو صحیح لمونځ به کوم، تاسو خلکو په شان نه چې لمونځ هم کوۍ او غیبت، بهتان په شان کبیره ګناهونه هم کوۍ.
حضرت ګوهر شاهي د خپل کوچنیوالي حالات بیان فرمایي:
د لس یا دولس کلونو په عمر د رب سره په خوب کې خبری کیدی او بیت المعمور په نظر راتلو لیکن زه نه پوهیدم چې دا کومه مقام دی. چله کشۍ نه وروسته کله چې هماغه خبری او نظاری مخی ته راغی نو حقیقت را ته را څرګند شو. یو ځلی زما ماما چې په فوج کې صاحب منصب وه فاحشه خانو ته به تللو، د کورنۍ د منع کولو په وجه به یې بیا زه له ځانه سره بوتلم ترڅو د کور خلک پری شک ونکړي. ما ته به یې چای او بسکټ د خوړلو لپاره راکول او خپله به داخل ته تللو حال دا چې ما فاحشه او فاحشه خانی نه پیژندلی. ماما به ماته همدا ویل چې دا د ښځو دفتر دی. څو ورځی وروسته زما زړه له دی ځایه څخه تور شو. بیا نو ماما راته وویل چې دا ښځی دي او الله دوۍ د همدی مقصد لپاره پیدا کړي. یعنی هغه زما پدی کار کې د ښکیل کولو هڅه وکړه. د ماما د خبرو دومره اثر وشو چې د نفس په کشمکش کې زه ټوله شپه ویده نشوم او بیا ناڅاپه می سترګی لاړلی.
ګورم چې یوه لویه ګرده څپرۍ ده او زه د هغی لاندی ولاړ یم، کرخته کوونکی غږ راځي: دا راولۍ، ګورم چې ماما دوه کسانو لاس نیولی راوستلو او اشاره کوي چې دا دی. بیا آواز راځي چې: دا د ګرزونو سره ووهۍ، بیا هغه وهي نو هغه چېغی وهي او فریاد کوي او په دی چېغو سره د هغه شکل د خینزیر پشان کیږي. بیا غږ راځي چې: که ته هم له ده سره شامله شی نو ستا به هم همدغه حال وي. بیا زه توبی اوباسم او راویښیږم د سترګو خلاصولو سره زما پر ژبه همدا وي چې: ( یا ربه زما توبه ده، یا ربه زما توبه ده) او تر زیاتو کلونو پوری د هغی خوب اثر را باندی پاتی وه.
د هغی په دویمه ورځ زه د کلي په لور روان وم، په بس کې سور شوی وم چې په لاره کې می ولیدل ځینی ډاکوانو د یو ټکسی نه په زور د ټیپ ویستلو هڅه کوله. ډریور مزاحمت وکړ نو هغوۍ په چړو وار پری وکړ او قتل یې کړ. د دی منظر په لیدلو زمونږ بس هلته ودرید او ډاکوان زمونږ په لیدلو فراري شول او ډریور په رپیدلو زمونږ مخی ته ساه ورکړه، بیا زما ذهن کې همدا راغلل چې په ژوند څه باور، شپی ته چې ویده کیدم نو دا شعر زمزمه کیده،
کر ساری خطائیں معاف میری……تیرے در پہ میں آن گرا
کړه ټولی خطاګانی معاف زما……ستا در ته په راتلو زه پریوتم
او ټوله شپه په ژړا او فریاد کې تیره شوه، د دی واقعی څخه څه موده وروسته ما دنیا پریښوده او د جام داتارؒ زیارت ته ولاړم، لیکن د هغه ځای څخه هم کوم منزل ته ونرسیدم او زما اوښي زه واپس دنیا ته د ځان سره راوستلم. ۳۴ کلونو په عمر بري امامؒ ماته مخامخ را څرګند شو او ویې ویل: اوس ستا وخت دی دویم ځل ځنګل ته د تلو لپاره. دری کاله چله کشۍ څخه وروسته کله چې د روحانیت په برخه کې يو څه شی راته حاصله شول نو واپس جام داتار زیارت ته ولاړم صاحب د مزار ماته مخامخ را څرګند شو، ما وویل: په هاغه وخت کې دی که زه قبول کړی وم نو د نفساني ژوند څخه به په امان کې پاتی شوی وم. دوۍ ځواب راکړ: هلته ستا وخت نه وه راغلی.
د ژباړې معلومات
دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.