انسـان د ازل څخه تر ابـده
کله چې الله د روحونو د تخلیق اراده وکړه، ویې ویل: کُن! نو بې شمېره روحونه راڅرګند شول. الله ته مخامخ او نږدې د نبیانو روحونه، په دویم صف کې د ولیانو روحونه، په دریم صف کې د مومنانو روحونه د هغوی ترشا د عامو انسانانو روحونه او ورپسې، د لید څخه لرې د ښځو روحونه منځته راغلل. د هغوی ترشا، حیواني روحونه، بیا نباتي روحونه او بیا داسې جمادي روحونه چې په هغوی کې د حرکت کولو توان هم نه و، را څرګند شول.
د الله ښي اړخ ته د پرښتو او د هغوی ترشا د حورو روحونه موجود وو چې د رب څیره یې و نه لیدله، له همدې امله پرښتې د رب دیدار ته نشي رسیدلې. بیا د هغوی تر شا د نوري مؤکلینو روحونه څوک چې دنیا ته د راتلو څخه وروسته د نبیانو او ولیانو مرسته کوونکي شول، منځته راغلل.
چپ اړخ ته د جناتو روحونه، د هغوی ترشا سفلي مؤکلین، ورپسې د خبیثانو روحونه چې دنیا ته له راتلو وروسته د ابلیس مرسته کوونکي شول، منځته راغلل.
ښي او چپ اړخ او له دید څخه لرې روحونو د رب جلوه و نه لیدله. له همدې امله، جنات، پرښتې او ښځې د رب سره همکلام کیدلې شي مګر دیدار یې نشي کولې.
په کرهؑ ارض کې د اور یوه ګوله وه، حکم وشو: سړه شه! وروسته د هغې ټوټې په فضا کې خپرې شوې. سپوږمۍ، مریخ، مشتري، دا ځمکه او ستوري ټول د هغې ټوټې دي او لمر هماغه پاتې شوې ګوله ده. په پیل کې ځمکه په ټوله کې له ایرو پرته بل څه نه وه. جمادي روحونه پرې را نازل شول، چې د هغې په پایله کې خاوره کلکه او ډبرې ترې جوړې شوې. بیا نباتي روحونه پرې را نازل شول، چې له امله یې په ډبرو کې ونې راټوکېدې. وروسته د حیواني روحونو په وسیله څاروي راڅرګند شول.
الله د ټولو روحونو څخه دا هم پوښتلي وه: آیا زه ستاسو رب یم؟ ټولو اقرار وکړ او سجده یې کړې وه، یعنی د ډبرو او ونو روحونو هم سجده کړې وه. (والنجمُ والشجرُ یسجدان) د الرحمن سورت.
بیا الله د روحونو د ازموینې لپاره مصنوعي دنیا او مصنوعي لذتونه رامنځته کړل او الله وویل: که څوک د دې غوښتونکي وي نو ترلاسه دې کړي. ګڼ شمېر روحونو د الله څخه مخ واړوه او د دنیا په لور یې را ودانګل او دوزخ د دوی په مقدر کې ولیکل شو. بیا الله د جنت نظاره ښکاره کړه، کومه چې د مخکېني حالت څخه غوره او د اطاعت او بندګۍ لار وه. زیات شمېر روحونه هلته بوخت شول او د هغوی په تقدیر کې جنت ولیکل شو. ډیرو روحونو هیڅ ډؤل پرېکړه و نشوه کړلې. هغوی یې بیا د رحمن او شیطان ترمنځ کړل، همدا روحونه دنیا ته له راتګ څخه وروسته ګیر راغلل او بیا چې د چا لاس ته وغورځیدل د هماغه شول. زیات شمېر روحونه د الله په جلوه کې بوخت شول، نه دنیا او نه یې جنت طلب کړ. الله د هغوی سره مینه کوله او د هغوی پر الله مینه راغله. همدا روحونه دنیا ته له راتګ څخه وروسته د الله په خاطر د نړۍ څخه ګوښه شول او ځنګلونو کې یې ځانونو ته ځای چمتو کړ.
د روحونو د اړتیاو د پوره کولو او د هغوی د خوښۍ لپاره یې اتلس زره ډؤله مخلوقات، شپږزره په اوبو کې، شپږزره په وچه کې، او شپږزره په هوا او آسمانونو کې را پیدا کړل. بیا الله ۷ ډؤله جنتونه او ۷ ډؤله دوزخونه رامنځته کړل.
د جنتونو نومونه
۱. خُلد ۲. دارالسلام ۳. دار القرار ۴. عدن ۵. الماوا ۶. نعیم ۷. فردوس
د دوزخونو نومونه
۱. سقر ۲. سعير ۳. نطیٰ ۴. حطمه ۵. جحيم ۶. جهنم ۷. هاويه
پورتني ټول نومونه د سُریانی ژبې دي د کومې په وسیله چې الله د پرښتو سره مخاطب کېږي.
دا په ټولو مذهبونو کې یو عام اصل دی چې که الله وغواړي یو څوک دوزخ او یا هم جنت ته لیږلې شي. که له هماغه ځای څخه یې یو روح دوزخ ته لیږلې و نو هغه به اعتراض کړې و چې، ما کومه جرم کړې دی؟ الله به ویل: تا زما څخه مخ وګرځاوه او دنیا دې طلب کړې وه، روح به په ځواب کې ویل چې: هغه خو د ناپوهۍ په حالت کې اقرار و، عمل خو مې پرې نه و کړې! بیا د همدې حجت د پوره کولو په خاطر، روحونه لاندې دې دنیا ته راولیږل شول.
آدمؑ چاته چې شنکرجي هم ویل کېږي، د جنت له خټې څخه د هغه جسم تیار شو. بیا د انساني روح ترڅنګ ځینې نور مخلوقات هم د هغه په جسم کې داخل کړلې شول. د آدمؑ جسم لا د تخلیق په پړاو کې و چې شیطان د حسد له امله پرې توکلي و او دا لاړې، د نامه پر ځای کې ولویدې او د همدې لاړو جراثیم د هغه جسم ته ننوتلي وو. شیطان د جناتو له قوم څخه دی. په یو حدیث کې راغلي چې کله یو انسان زیږیږي نو د هغه سره یو شیطان جِن هم دنیا ته راځي، جسم خو یوازې د خټو مکان دی چې په منځ کې یې ۱۶ مخلوقات بند کړلې شول. د دې ترڅنګ، خناس او څلور مرغان هم پکې اضافه کړلې شول.
د آدمؑ د چپې پښتۍ څخه د ښځې په شکل کې یوه ماده راووتله. په دې موادو کې یې روح داخل کړ ، چې بي بي حوا ترې جوړه شوه. دوی یې بیا د جنت څخه راویستل، آدم یې په سریلانکا او بي بي حوا یې په جده کې راښکته کړه. په دې توګه د آسیایانو نسل د هغوی له لارې پیل شو او له آسمان څخه، د پاتې روحونو راتګ هم په تدریجي بڼه شروع شو. د روحونو ښوونې، روزنې او مدارجو لپاره د مذهبونو په صورت مدرسې را منځته شوې. او د ازل د ورځې د تقدیر سره سم، څوک په کوم مذهب پورې وتړل شول او ځینې بې مذهبه پاتې شول.
د الله سره مینه لرونکي روحونه هم دې دنیا ته راولیږل شول. څوک د مسلمان په کور، ځینې د هندو، څوک هم د سیکانو او ځینې هم د عیسویانو په کورونو کې نړۍ ته سترګې پرانیستلې او وروسته، د مذهب په وسیله یې د الله د لټون هڅې پیل کړلې. له همدې امله د هر مذهب خواصو رهبانیت اختیار کړ. ځینې خلک وایي چې په اسلام کې رهبانیت نشته، دا غلطه عقیده ده. حضور پاک ﷺ هم غارِ حرا ته تللو. شیخ عبدالقادر جیلانیؒ، خواجه معین الدین اجمیري، داتا علی هجویري، بري امام، بابا فرید، شهباز قلندرؒ او داسې نورو هم له رهبانیت وروسته، لویې مرتبې ترلاسه کړې او یوازې همدوی د دین د اشاعت مسؤلیت لري.
د ژباړې معلومات
دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.