فکر وکړه! ته د کوم آدم د نسل څخه یې؟
په ځینې الهامي کتابونو کې لیکل شوي چې دې دنیا ته څوارلس زره آدمان راغلي. او ځینو ویلي چې آدم صفی الله څوارلسزرم او وروستې آدم دی. په دې دنیا کې په رښتیا سره هم زیات شمېر آدمان ثابت شوي دي. کله چې صفی الله یې د خټو څخه جوړولو نو پرښتو ویلي وو چې دا به هم دنیا ته په ورتګ سره زور، زیاتې او فسادونه پیل کړي. یعنی پرښتې د مخکېنیو آدمانو د حالاتو څخه باخبره وو، او که نه هغوی په دې څه پوهې شوې وې چې الله څه شې جوړوي او دا به دنیا ته په ورتلو کومه کارونه ترسره کړي.
په لوح محفوظ کې مختلفې ژبې، مختلفې کلمې، مختلف جنتر منترې (جادوئی کوډونه)، د مختلف الله نومونه، مختلف سورتونه حتی د جادو عمل هم درج دی چې هاروت او ماروت دوه پرښتو خلکو ته ښوولې وو او د سزا له امله دا پرښتې د مصر په یو ښار بابل کې، په یو کوهي کې په نسکور ډؤل ځوړندې شوې دي.
هر آدم ته یوه جلا ژبه ورزدکړل شوه، بیا د هر آدم قوم ته یې نبیان د هغوی د هدایت لپاره ولیږل. له همدې امله ویل کېږي چې نړۍ ته یولک څلورویشت زره نبیان راغلي دي، حال دا چې د آدم صفی الله له راتګ څخه شپږ زره کلونه تیریږي، که هر کال یو نبي راغلې و، شمېر به یې شپږزرو ته رسیدلی و. له څه مودې وروسته دا قومونه یې د هغوی د نافرمانۍ په سبب تباه کړل. وروسته د همدې قومونو د قدیمه آثارو ترنامه لاندې د ښارونو کشف کیدل او د هغوی په لیکل شوو ژبو د هیچا نه پوهیدل د دې ثبوت دی. او ځینې قومونه یې د اوبو په وسیله غرق کړل. او د هغوی له جملې د نوح د طوفان په مثال ځینې خلکو په دې سیمو کې نجات هم پیدا کړ. په پای کې صفی الله یې د ټولو آدمانو څخه غوره تخلیق کړ او عربو ته یې واستاوه او لوی، لوی نبیان هم د همدې آدم په نسل کې وزیږیدل. بیلابیلې ژبې د مخکېنیو آدمانو په نسل کې پاتې شوې. کله چې وروستې آدم ځمکی ته راولیږل شو نو هغه ته سُریانې ژبه ورزده کړل شوه. کله چې د آدم صفي الله اولاد د سیاحت لپاره د لرې پرتو سیمو سفرونه وکړل، د پخوانیو آدمانو د قومونو سره یې هم لیده کاته وشول، او له هغوی څخه د ځینو به چې کله یوه سیمه خوښه شوه یا د یو شین ځای په لیدو به یې له پخوانیو قومونو سره سکونت اختیار کړ. د عربو په سیمه کې په سریاني ژبه خبرې کیدلې. وروسته د بیلابیلو قومونو د یوځای کیدو له لارې، سریاني ژبه د فارسی، عربی، لاتینی، سنسکرت او داسې نورو ژبو څخه په وتو انګلیسی ژبې ته ورسیدله .
په بیلابیلو ټاپو ګانو کې د مختلفو آدمانو نسل آباد شو. یو له دې آدمانو څخه کوچی آدم و. د دې ځانګړي آدم نسل تر نن ورځې دوام لري، او د مختلفو قومونو د کشف مسؤلیت لري.
هاغه قومونه چې د سمندر په اوږدو کې په بیلابیلو ټاپوګانو کې استوګن شوي وو، له یو بل څخه ناخبره وو. اوږده سمندري سفرونه، نه د اسونو په وسیله او نه هم د راشپیل (پارو) لرونکو کښتیو له لارې ممکن و. کولمبس د ماشیني بیړۍ په جوړولو بریالې شو او د همدې بیړۍ په وسیله هغه لومړې کس و چې د امریکا خاورې ته ورسید. د سمندر په غاړه یې ځینې خلک ولیدل چې سورپوستي وو، هغه فکر کاوه او ویې ویل چې شاید هند ته راغلې وي او دا به د هند خلک وي. له همدې امله دوی ته سورپوستي (Red Indian) ویل کېږي چې د شمالی ډکوټا په ایالت کې اوس هم موجود دي. ما د سورپوستو د قبیلې له یو سردار څخه وپوښتل: ستاسو آدم څوک دی؟ هغه ځواب راکړ: زمونږ د مذهب له مخې، زمونږ آدم د آسیا له براعظم څخه و د چا د میرمنې نوم چې حوا ده، خو زمونږ د تاریخ له پلوه، زمونږ آدم د جنوبی ډکوټا (South Dakota) له یو غره څخه راغلې وه. دا غر تر نن ورځې د تاریخي آبداتو په توګه په نښه شوی دی.
دا یوه عامه مفکوره ده چې ګویا انګریزان او امریکایان د سوړ موسم له امله سپین شوي دي، مګر داسې نده، د کوم تورپوستي آدم نسل هم په دې سیمو کې د پخوا راهیسې ځای پر ځای شوې دی، هغوی تر نن ورځې سپین نه شول. له همدې امله د انسانانو رنګونه، شکلونه، مزاج، سوچ او فکر، ژبې او خوراکونه له یو بل سره توپیر لري. د آدم صفی الله د اولاد لړۍ یوازې تر مرکزي آسیا پورې وغځیدله. له همدې امله د مرکزي آسیا خلک په ځانګړتیاوو کې یو بل ته ورته دي. ویل کېږي چې آدم صفی الله (شنکر جي) سریلانکا کې راښکته کړلې شو بیا له هماغه ځای څخه عربو ته ورسید او وروسته بیا په عربو کې میشت شو او د عربو په وچه کې د دوی زیارت موجود دی نو بیا په سریلنکا کې د هغه د راښکته کیدو او د قدمونو نښاني کول چا کړي؟ چې تر نن ورځې په نښه شوي دي. پورته حقیقت ثابتوي چې د آدم صفی الله څخه مخکې هم کومه قبیله هلته آباده وه . هاغه قومونه چې تباه کړلې شول، پر هغوی نبوت او ولایت هم ختم کړلې شو او له دې قومونو څخه پاتې خلک د روحاني تعلیم څخه محروم او څه موده وروسته ګمراه شول. د وخت په تیریدو به کله چې دا سیمې کشف کیدلې نو د آسیا براعظم څخه به ولیان ورتلل او د خپل، خپل مذهب تعلیم به یې ورکاوه، له همدې امله نن سبا په ټولو سیمو کې آسیایي دین خپور شوی دی. د عیسی تعلق یروشلم سره، موسی بیت المقدس، حضور پاک ﷺ مکه، البته د نوح او ابراهیم تعلق هم عربو څخه و.
د ځینې آدمانو نسلونه د عذابونو سره تباه کړلې شول، د ځینو قومونو د انسانانو شکلونه د عذاب په وجه په ایږ (مېلو) او یا بیزوګانو بدل شول. او د دې سیمو پاتې خلک د ډار له وجې، رب لوري ته مايله شول. او ځینو فکر کاوه چې رب قهار دی نو د هغه څخه متنفره شول او د هغه د هر قسمه حکم نافرماني یې وکړه او ویې ویل چې: (رب او داسې نورې خبرې حقیقت نلري، انسان یو چېنجې دی، دوزخ او جنت یوه افسانه ده.) د موسی په زمانه کې هاغه قوم چې د عذاب په پایله کې په بیزوګانو بدل شوی و، اروپا ته مخه کړه. د هاغه وخت بارداره میندو، سره له دې چې دوی بیزوګانې وې، انسانان به یې زېږول. دا قوم اوس هم شتون لري، هغوی پخپله وایي چې مونږ د بیږوګانو د نسل څخه یو.
کوم قوم چې د ایږ (مېلو) په شکل بدل شوی و، هغوی د افریقا ځنګلونو ته مخه کړه. د هاغه وخت بارداره میندو په خیټه کې انساني ماشومان وو چې وروسته د هغوی په وسیله د (مم، Bigfoot) په نامه نسل دوام پیدا کړ. د دوی په ځان اوږده ویښتان وي. د ښځو د فیصدي کچه یې لوړه ده. انسانان هم وخت ناوخت تښتوي. په دوی د مذهب رنګ نه برېښي، مګر د یو خاص آدم د نسل سره د تړاو له امله خپل شرمګاهونه د پاڼو په وسیله پټوي.
او یو بل آدم ته د هغه د غلطو کړنو له امله د زرو کلونو سزا ورکړل شوې وه، هغه یې د مار په شکل بدل کړې و . اوس د هغه څخه پاتې شوې قوم چې د یو خاص ډؤل مار په څیر موجود دی او دوی ته روحا ویل کېږي، د زیږون څخه زر کاله وروسته د انسان په بڼه د بدلون وړتیا ترلاسه کوي.
په تاریخ کې راغلي چې یوه ورځ سکندر اعظم د ښکار لپاره ځنګله ته تللی و. له ځنګله څخه د تیریدو په حال کې یې یوه ښکلې ښځه ولیده چې ژاړي. له پوښتلو وروسته، هغی ځواب ورکړ: زه د چېن شهزادګۍ یم د خپل خاوند سره په ښکار راوتلې وم، خو خاوند راته زمري وخوړ. اوس زه یوازې پاتې شوې یم. سکندر وویل: زما سره راځه! زه به تا چېن ته ولیږم، ښځی وویل: خاوند می مړ شو، زه به د تلو څخه وروسته خلکو ته کومه مخ ښکاره کوم. سکندر دا کور ته راوستله او واده یې ورسره وکړ. د څو میاشتو د تیریدو وروسته د سکندر په خیټه کې درد پیل شو. هر ډول درمل یې وکارول خو بې پایلې ثابته شول. درد په زیاتیدو شو، حکیمان عاجزه راغلل. یو پاړوګر هم د سکندر د درملنې لپاره حاضر شو. هغه سکندر څنګ ته کړ، او ویې ویل: زه ستا درملنه کولې شم، مګر زما ځینې شرطونه دي. که په څو ورځو کې زما په درملنه روغ نه شوې نو بې له شکه ما قتل کړه. پاړوګر مشوره ورکړه: نن شپه حلیم (آش) پوخ کړه، د مالګې اندازه پکې زیاته کړه، تاسو دواړه یې په مړه خیټه وخورئ. خونې ته له دننه څخه قفل واچوه، ترڅو میرمن دې ونشی کولې د باندې ووځي. ته به ویده کیږی نه، مګر میرمن دې داسې فکر وکړي چې تاسو ویده یاست، حتی یو څاڅکی اوبه هم باید په کوټه کی نه وي. سکندر همداسې وکړل. د شپې ناوخته میرمن تږې شوه، ویې لیدل چې د اوبو لوښې خالي دی، بیا یې هڅه وکړه چې دروازه پرانیزي. ویې لیدل چې تړل شوې ده، بیا یې خاوند وڅاره، داسې یې وانګیرله چې بیخاره ویده دی، بیا په مار بدله او د ویالې د سوري څخه بیرون ووتله. د اوبو څکلو وروسته بیا د مار په بڼه کوټې ته راننوتله او په ښځه بدله شوه. سکندر اعظم دا ټوله صحنه تعقیب کړله. سبا ته یې ټوله قصه پاړوګر ته بیان کړه، هغه وویل: ستا ښځه د ناګن مار دی څوک چې زر کاله وروسته خپل شکل بدلوي. د هغې زهر د خیټی د درد لامل شوی دی. سکندر دا ښځه سیند ته د سیل په پلمه ولیږله او کوم ځای کې چې یې وغورځوله، د هغه ځای نښان اوس هم موجود دی. دې ته (سدِ سکندري) ویل کېږي. د دوی نسل تر نن ورځې دوام لري. د عامو مارانو غوږونه نه وي مګر د دې نسل پورې اړوند ماران غوږونه هم لري.
معلومه نده چې د کوم آدم قبیله د چين په غرونو کې بنده ده. د دوی سیمې ته د ننوتلو د مخنیوي لپاره ذوالقرنین د ډبرو دیوال جوړ کړې و. دوی اوږده، اوږده غوږونه لري. یو خوروي او په بل ځان پټوي. دوی ته یاجوج ماجوج ویل کېږي. ساینس پوهانو زیات شمېر سیمې کشف کړلې البته د ډیرو سیمو موندل لا تراوسه پاتې دي. د همالیا شاته هم د واورې انسانان (abominable snowmen) موجود دي. ګڼ شمېر انسانان په ځنګلونو کې هم موجود دي، د دوی په ژبه له دوی پرته بل څوک نه پوهیږي. دوی هم د خپل آدم په طریقه عبادت کوي او د ژوند تیرولو لپاره خپل سرداري نظام لري. د دې براعظمونو سربیره ګڼ شمېر نورې سیارې هم شتون لري، د مثال په ډؤل سپوږمۍ، لمر، مشتري، مریخ او داسې نور، هلته هم آدمان ولیږل شول مګر هلته قیامتونه راغلي دي. په ځینو سیارو کې یې آکسیجن پرې بند کړ، او نور یې په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
د ژباړې معلومات
دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.