Skip to content

صـــــراط مستـقيـــم

۱. هغه څوک چې ظاهر یې سم خو باطن یې تیاره وي، په مذهب کې فتنه دی،‌ د ابلیس خلیفه دی.

حدیث: جاهل عالم نه وډار شه او ځان ورڅخه وژغوره، څوک چې په ژبه عالم او په زړه جاهل وي، یعنی زړه یې توره تیاره وي.

۲. که باطن یې روښانه مګر ظاهر یې خراب وي، هغه ته مجذوب، معذور، سُکر او منفرد ویل کېږي.

عشق میں عقل ہی نہ رہي تو حسابِ حشر کیا؟
په عشق کې عقل راپاتی نشو نو د حشر د ورځی حساب څه شی دی؟ (تریاق قلب)

دوی د مذهب لپاره سرخوږې وي،‌ مګر د الله په قرب کې وي. البته نورې مرتبې نشي ترلاسه کولې، د بامرتبه تصدیق او نقل کوونکې زندیق دی. دوی د صدر ایوب، بېنظیرې او د نوازشریف په څیر سیاسونو ته د هغوی د زمام دارۍ پر مهال، په لښتو وهلي او ښکنځلې یې ورته کړي دي. ته کوم صاحب اقتدار په لښتو ووهه، یعنی دا کار یوازې د هغوی د ذات پورې محدود دی، د نورو لپاره نه دی.

۳. که ظاهر یې پاک او باطن یې روښانه وي، د ظاهري عبادت ترڅنګ په قلبي عبادت کې هم بوخت وي. هغوی ته عالِم رباني ویل کېږي. همدا د منبرِ رسول او د دین وارثين دي او هرکله چې د یو کس ظاهر او باطن یو شي، هغه ته د الله نائب ویل کېږي. که په خوب کې یا په روحاني ډول حج ترسره کړي نو په ظاهر کې هم د هغه درجه ورکول کېږي، بلکه د ظاهري حج څخه هم زیات حسابیږي. د روحونو لمونځ د ظاهري لمونځ حیثیت لري، بلکه څو برابره زیات حسابیږي. که په ظاهر کې لمونځ وکړي نو په باطن کې د هغه لمونځ په معراج بدلیږي، د همدې خلکو جسم دلته روح هلته، د فقر په محکمه کې هغوی ته معارف ویل کېږي. حال دا چې د عاشق لپاره د رب دیدار کافي دی. ځینې خلک وایي دیدار کول هیڅ امکان نلري، البته د دیدار علم د حضور پاک ﷺ څخه پیل شوی. د امام ابوحنیفه په قول: ما ۹۹ مرتبې د رب دیدار کړې. بایزید بسطامي وایي: ما ۷۰ مرتبې د رب دیدار کړې. دیدار د انا لطیفې په وسیله ترسره کېږي، او ته د انا د تعلیم او ذکر څخه بې خبره یې.

د ژباړې معلومات

دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.

د چاپ حق © 2026 مهدي فاونډېشن نړیوال