Skip to content

د ګوهـر شاهـي عـالم انسانیت تـه
انقلابي پيغام

مسلمان وایي چې: "زه د ټولو څخه اعلا یم"، حال دا چې یهودي وایي: "زما مقام د مسلمان څخه هم لوړ دی"، او عیسائې وایي: "زه د دی دواړو نه بلکه د ټولو مذهبونو څخه لوړ یم ځکه چې زه د الله د زوی امت یم"

لیکن ګوهر شاهي وایي: د ټولو نه ښه او لوړ هغه دی د چا په زړه کې چې د الله مینه وي حتی که هغه د یو خاص مذهب پوری ربط هم ونلري!

د ژبی سره د هغه ذکر او صلاوات د هغه د اطاعت او فرمانبردارۍ ثبوت دی البته قلبي ذکر، د الله د مینی او رابطی وسیله ده.

د بامرتبی تصدیق کوو او نقال زندیق دی، د نبوت په دروغو دعوا کوونکی كافر دی. البته په دروغو د ولایت دعوا کوونکی کفر ته نږدی دی. ولی دوست ته ویل کیږي او د دوست د یوبل سره لیدل او خبری کول ضروري دي. حضور هم یو مرتبه صحابه ؤ ته ویلي وه چې ځینې کارونه یواځی زما د عملي کولو دي، او ستاسو لپاره ندي.

د هر لمونځ کوونکي همدا دعا وي: (ای الله ماته د هغو خلکو سیده لار راوښایه پر چا باندی چې ستا انعام شوی). البته حقیقی لمونځ هغه لمونځ ته ویل کیږي، کله چې روح بیت المعمور ته ولاړ شي او هلته لمونځ ترسره کړي. حقیقی لمونځ د مرګ څخه وروسته هم جاري وي. لکه څنګه چې د معراج په شپه په بیت المقدس کې د ټولو نبیانو روحونو لمونځ کړی وه، البته تر هاغه وخته پوری چې د رب دیدار نوي ترسره شوی د شریعت اتباع ضروري ده. البته د ناراسته او ګنهګاره خلکو لپاره هم الله یو نعم البدل برابر کړی دی. د الله د نوم قلبي ذکر هم هر وخت د ظاهري عبادت او ګناهونو کفاره کوي او یو وخت نه یو وخت به له ده څخه د الله محب او روښان ضميره شخصیت جوړوي.

"کله چې ستاسو لمونڅونه قضا شي نو د الله ذکر وکړۍ، په ولاړه، په ناسته،
حتی کله چې تاسو ډډه بدلوۍ" (القران)

د ولیانو قرب، نسبت، نظر او دعا هم د ګنهګارانو قسمت روښانه کوي او د دوزخ څخه یې ژغوري. لکه څنګه چې حضور ﷺ د امت د ګنهګارانو د بخښنی لپاره حضرت اویس قرنی ته د دعا په خاطر صحابه استولي وه. سخاوت، ریاضت او د شهادت سره هم د ګناهونو کفاره او بخښنه کیدی شي. عاجزي، توبه تایب کیدل او ژړا فریاد هم رب خوښوي. د کوم په وجه چې د نصوح په شکل د کفنونو غل او د مړو شوو ښځو بی حرمتي کوونکی و بخښل شو. (القرآن)

یوه ورخی عیسی د شیطان څخه وپوښتل چې ستا بهترینه دوست څوک دی؟ هغه وویل: کنجوسه عابد. چې هغه څنګه؟ د هغه کنجوسي د هغه عبادت ضایع کوي. بیا یې وپوښتل چې ستا لوی دښمن څوک دی؟ هغه وویل: ګنهګار سخي. چې هغه څنګه؟ د هغه سخاوت د هغه ګناهونه سوځوي. د خدای بنده ګانو او د خدای مخلوق سره مینه کوونکي او خیال ساتونکي، د حق ملاتړ کوونکي او انصاف کوونکي خلک هم د رب د نظرِ کرم قابل ګرځي.

علامه اقبال د دریم یا څلورم صنف شاګرد وه د مكتب څخه چې راستون شو، نو یوه سپۍ د ده ترشا راغله، تاسو چې په پوړو وختلۍ نو هغی په بی حسۍ ورکتل. تاسو فکر وکړ چې شاید وږی به وي. د ده پلار یوه پراټه هغه لپاره پریښودلی وه. تاسو نیمه پراټه سپۍ ته واچوله، سپئ فوراُ وخوړله او بیا یې په بی حسۍ سره کتل پیل کړه. تاسو پاتی نیمه هم هغی ته واچوله، او پخپله یې ټوله ورځ په ولږه تیره کړه. شپی ته د هغه والد ته بشارت وشو چې ستا د زوی عمل زما خوښ شو او هغه (منظورِ نظر) شوی دی.

کله چې سبکتګین د هوسۍ بچې د ځنګل څخه اوچت کړ او را روان شو نو ویې کتل چې د اس پسی هوسۍ هم منډی وهي. سبکتګین ودرید، ویې لیدل چې هوسۍ هم ودریدله او خپل مخ یې د آسمان په لوري اوچت کړ. سبکتګین ولیدله چې په دی وخت کې د هغی اوښکی روانی وی نو سبکتګین بچی آزاده کړ. د دی واقعی څخه وروسته سبکتګین باندی دومره زیات د الله کرم وشو چې د رب د نوم په اوریدلو به اکثراَ په ژړا کیده.

مولانای روم وایي چې:
یک زمانہ صحبت با اولیاء……بهتر از صد سالہ طاعت بے ریا
یوه ګړۍ د ولیانو صحبت……ښه دی د سلو کلونو د بی ریا عبادت څخه

حدیث قدسی: "زه د هغه ژبه جوړیږم د کومی په وسیله چې هغه خبری کوي،
د هغه لاسونه جوړیږم د کوم په وسیله چې هغه نیول کوي"

ابوذرغفاري: د محشر په ورځ به خلک د یو ولي د پیژندلو څخه وروسته وایي، ای الله! ما هغه ته اودس کړی وه، ځواب به راشي، دا وبخښۍ! دویم به وایي: ای الله ما ده ته کالي وراغوستلي وه یا ډوډۍ می پری خوړلی وه. ځواب به راشي، دا هم وبخښۍ. په دی شکل به بی شمیره خلک د دوۍ په وسیله وبخښل شي. هر چا چې زما د ولي سره دښمني وکړه، زه هم د هغوۍ خلاف د جنګ اعلان کوم.

د الله جنګ د یوی ورځی سر پری کول ندي بلکه د هغوۍ ايمان اخیستل کیږي. کوم څوک چې به په راتلونکي ‌‌ژوند کې هره ورځ په دوزخ کې د تکلیف له وجی خپل سر وښي. لکه څنګه چې بلیم باعور کوم چې یو ډیر لوی عالم او عابد وه لیکن د موسی د دښمنۍ په وجه دوزخ کې واچول شو. خلک وایي: "رب د عبادت سره ترلاسه کیږي" مونږ وایوو: "رب د زړه له لاری ترلاسه کیږي"

عبادت د زړه صفا کولو وسیله ده، که د عبادت سره زړه پاک نشو نو د رب څخه ډیر لری یې. حدیث: "نه عملونو ته ګورم نه شکلونو ته، بلکه نیتونو او قلبونو ته ګورم". البته د عبادت سره جنت ترلاسه کیږي لیکن جنت هم د رب څخه ډیر لری دی. " د باطن علم یواځی د هاغو خلکو لپاره دی څوک چې د حورو او جنت د پروا کولو پرته رب سره مینه، د هغه قرب او وصال غواړي. "

بیا د کهف د سورت په قول: الله هغوۍ د کوم (ولي مرشد) سره معرفي کوي.

کله چې الله تعالی له کوم بنده څخه د کومی ادا په وجه مهربانه شي نو هغه ته ډیر په مینه ګوري. د هغه په مینی سره کتل هم د بنده ګناهونه سوځوي. د هغه سره ناست خلک هم د (نظرِ رحمت) په لمن کې راځي. کله چې د رب دوستان اصحاب کهف بیده پاتی شول یا په مراقبه کې پاتی شول، الله به هغوۍ ته په مینه کتل، له همدی وجی د هغوۍ سپی به د حضرت قطمیر په شکل جنت ته ځي. کله چې شیخ فریدؒ د الله په نظرِ رحمت کې راغی نو ناست شپون هم ونازولی شو.

کله چې الله د ابوالحسن په کومه ادا باندی مهربانه شو نو د همکلامۍ لړۍ پیل شوه. یو ورځی یې هغه ته وویل: ای ابوالحسنه که ستا په هکله خلکو ته ووایم تا به خلک په کاڼو ویشتلو هلاک کړي. هغه ځواب ورکړ: که زه ستا په هکله خلکو ته ووایم چې ته څومره مهربانه یې نو هیڅوک به تا ته سجده ونکړي، رب وویل: داسی وکړه ته هم څه شی مه وایه، او زه به هم ترینه تیر شم.

کله چې په دریم ځل زید د شرابو په جرم راوړل شو نو صحابه ؤ وویل: پر ده دی لعنت وي، بار بار په همدی جرم نیول کیږي. حضور ﷺ وفرمایل: لعنت پری مه وایۍ د الله او د هغه حبيب سره مینه هم لري، څوک چې الله رسول سره مینه کوي دوزخ ته نشي تللی.

بی له شکه الله د ټول مخلوق سره مینه کوي او د ټولو مخلوقاتو خیال ساتي، معذوره چینجي ته په کاڼي کې رزق ورکوي لیکن په کومه شکل چې نافرمان اولاد ته سزا، او عاق کیږي، په همدی شکل سرکشانو او ګستاخانو لپاره هغه قهار جوړیږي.

یقین وکړه رب غواړي چې تا سره هم ملاقات وکړي لیکن ته بی خبره، لاپروا او یا بدبخته یې. کوم ته چې خلک ګوري هغه هره ورځ په صابون وینځی، هره ورځ کریم پری وښی او خط جوړوی، او کوم شی چې رب غواړي ویې ګوري آیا تا کله هم هغه وینځلی دی؟

حدیث: د هر شي د وینځلو لپاره یوه نه یوه آله ده البته د زړونو د وینځلو لپاره د الله ذکر دی.

د پاکی مینی تعلق هم له زړه سره وي د ژبی سره I Love You ویوونکي مکاره وي. مینه ښودلی نشي…..بلکه خپل سري راځي، هر شی چې زړه ته راښکته شي په هغی مینه راځي. زړه ته د رب د راکوزولو لپاره تصور، قلبي ذکر او د اولیاالله وسیلی شتون لري.

یواځی د موټر انجن نشي کولی تا منزلِ مقصود ته ورسوي تر څو د هغه سره نوری پرزی لکه شترنګ، ټایر او داسی نور نه وي. په همدی شکل لمونځ هم د (تزکیه نفس) او (تصفیه قلب) پرته نیمګړی دی. که د دی لوازماتو څخه ماسوا لمونځ هرڅه وي……او بیا جنت ته ورتګ نو بیا ته نورو ته کافر، مرتد او دوزخي ولی وایې حال دا چې هغوۍ هم لمونځ کوي. فرق دا دی چې څوک د عیسی په خر سور دی او څوک د دجال په خر یعنی د دواړو سینه توره تیاره ده.

په خوله لمونځ او په زړه خرافات لکه‌ حرص و حسد، دی ته د صورت لمونځ ویلی کیږي. عام خلک په همدی خوشحالۍ کې مبتلا وي او هر وخت د مذهبي تفرقو ښکار کیږي. دوۍ چې کله په خپله فرقه کې تبلیغ کوي د هغی څخه فتنه جوړیږي. که فرض وکړوو تا لس یا شل کاله په کومه فرقه کې عبادت وکړ او بیا ته کومه بلی فرقی سره په دی فکر چې صحیح به وي شامله شوی. د دی مطلب دا چې ستا اولنۍ فرقه باطله وه، د باطل عبادت خو هیځکله نه قبلیږي، یعنی تا د لس پنځلس کلونو لمونځونه پخپله دروغ ثابت کړل. کیدی شي چې دا نوی فرقه هم باطله وي! بیا مخکیني عبادتونه هم لاړل او ورستني هم. سترګی یې چې پری خلاصی کړی نو د پله د غوایي پشان چورلیده. د عمر د برباد کولو نه به ښه دا وه چې کومه کامل دی لټولی وه.

د ژباړې معلومات

دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.

د چاپ حق © ۲۰۲۵ مهدي فاونډېشن نړیوال