Skip to content

په آخره زمانه کې به الله تعالی یو خاص روح دنیا ته را ولیږي، هغه به د لټون څخه وروسته یاد شوي روحونه راټول کړي او هغوی ته به دا وریاد کړي چې تاسو هم یو وخت د الله سره مینه کړې وه. داسې ټول روحونه که په کوم مذهب پورې تړلي وي یا بې مذهبه جسمونو کې وي د هغه په آواز به لبیک ووایي او د هغه شاوخوا به راټول شي. هغه به د رب یو خاص نوم دې روحونو ته عطا کړي چې د قلب څخه په تیریدلو به روح ته ورسیږي او روح به د دې نوم ذاکر جوړیږي. دا نوم به روح ته یو نوی جوش،‌ نوی ځواک او د مینې نوی تعریف ورکړي. د دې خاص اسم نور به روح له خدای سره وصل کړي.

د قلب ذکر د روح د ذکر وسیله ده. لکه بندګي یعنی لمونځ،‌ او روژه چې د قلب د ذکر وسیله ده. که د چا روح د الله په ذکر جاري شو نو دا له هاغو کسانو څخه دی څوک چې د حساب کتاب او میزان څخه هیڅ ډول ویره نلري. د روح د پرمختللې مرحلې ذکر او عبادتونه د هغه د لوړ مقام شاهدان دي. د چا منزل چې د زړه څخه د روح په لوري روان وي هماغه به د الله دین ته یا رسیدلی وي یا به د رسیدلو په حال کې وي. دوی ته د کتابونو څخه نه، بلکه د نور په وسیله هدایت رسیږي او د نور په وسیله د ګناهونو څخه لاس اخلي او څوک چې دا خبره واوري یا د هڅو سربیره هم دې مقام ته د رسیدلو څخه محروم شي، هغه په دې سلسله کې شامل ندې. که یو څوک د قلب او روح د ذکر پرته خپل ځان په دې سلسله کې متصور کړي یا د هغوی نقل یې وکړ نو هغه زندیق دی. البته د عامو خلکو د بخښنې وسیله عبادتونه او مذهبونه دي، د هدایت وسیله یې آسماني کتابونه دي. د شفاعت وسیله یې نبوت او ولایت ده. ګڼ شمېر مسلمانان د ولیانو شفاعت نه مني. البته حضور پاک ﷺ په صحابه ؤ تاکید کړې و چې د اویس قرني څخه امت لپاره د بخښنې دعا وغواړي.

د ژباړې معلومات

دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.

د چاپ حق © 2026 مهدي فاونډېشن نړیوال