په سپوږمۍ او لمر کې د انځورونو په اړه بشپړ وضاحت
سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي د روحاني تدریس او په هرځای کې د تقریرونو
له امله په ټوله نړۍ کې مشهور او دلعزیز شو.
په ۱۹۹۴ کال کې د انګلستان په مانچسټر سیمه کې ځینو خلکو په سپوږمۍ کې د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي انځور په نښه کړ. د عیني شاهدانو ورته څرګندونې د پاکستان او نورو هېوادونو څخه هم راپور شوې، د ویډیو کیمرې په وسیله د سپوږمۍ انځورونه ثبت شول. بیا د ناسا له ادارې او نورو هېوادونو څخه هم د سپوږمۍ انځورونه را وغوښتل شول. په پیل کې پر سپوږمۍ دا انځورونه واضح نه وو، خو تیرو دوه کلونو کې دومره روښانه شول چې د دوربین یا د کمپیوټر پرته هم په آسانۍ سره لیدل کیدلې شي.
په ۱۹۹۶کال کې زمونږ خبریال ظفر حسین د ناسا له ادارې سره دا موضوع شریکه کړه. هغوی په ځواب کې وویل، مونږ په دې پوهیږو چې سپوږمۍ کې څیره شتون لري، دا څیره د عیسی ده، چې د دوه سوه میلو په واټن د رڼا جوړښت دی . امریکايي اتباعو هم پر ناسا فشار راوستلې دی چې د دې انځور څیړنه دې ترسره شي، مګر د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي د آسیایي نسل درلودلو له وجې ناسا سکوت اختیار کړی دی.
پروفیسور ډینسمور الټر- (Dinsomore Alter) چې د ناسا د ادارې پروفیسور او د ستورپوهنې کارپوه دی، په خپل کتاب تصویري ستورپوهنه - Pictorial Astronomy کې د سپوږمۍ په انځور کې بدلونونه راوستل او دا انځور یې د یوې ښځې په بڼه وړاندې کړ او د عیسويانو په تبلیغاتي ټولنه (Missionary) کې یې اوازه خپره کړه چې په سپوږمۍ کې د حضرت مریم انځور موجود دی.
کله چې دا خبر په پاکستاني ورځپاڼو کې خپور شو، ډېرو خلکو له څیړلو وروسته د سپوږمۍ پر سر د انځور شتون تایید کړ. ځینو پرته له کومې څېړنې په دې موضوع ملنډې ووهلې. ځینو دا د جادو عمل وګڼلو. څه موده وروسته، په خلا کې هم د یو بل انځور په اړه شور راپورته شو، مګر د هغې اثرات د ذاکرینو پرته بل چېرې ترسترګو نه شول.
۱۹۹۸ کال کې په پرچم ورځپاڼې کې دا خبر خپور شو چې حجرالاسود کې د چا څیره ترسترګو کېږي. مونږ د دې قضیې په اړه لا دمخه خبر وو. بلکه مونږ د حجرالاسود انځورونه په ځینو رسالو کې نښاني کړي او مونږ سره محفوظ وو او نږدې هر پیروکار دا موضوع په بشپړه توګه څېړلې وه. مونږ د احتمالي شور او فساد د مخنیوي لپاره چپه خوله پاتې شوي وو. خو د خبر له خپرېدلو وروسته مونږ کې هم حوصله را پیدا شوه او مونږ د دې موضوع په اړه یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه. نږدې ټولو مسلمانانو دا موضوع وڅېړله، ځکه چې دې موضوع د هغوی له عقیدې سره نږدې تړاو درلود. په زیاته کچه خلک متفق شول. ځکه انځور دومره روښانه و چې انکار کول یې تقریبا ناممکن و. په هرصورت، ځینو خلکو دا عمل جادو وباله.
د سپوږمۍ او حجرالاسود انځورونه مو د نړۍ په نږدې ټولو هیوادونو کې خپاره کړل. سعودي عربستان او د هغوی ملاتړي په بشپړ ډول ناراضه وو، ته به وایې چې حجرالاسود کې انځور سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي لګولې دی، هغوی وایي چې انځور حرام دی، څرنګه کیدلې شي چې په حجرالاسود کې انځور ښکاره شي؟ دا سوچ یې و نکړ چې د رب له لوري کومه نښاني حرامه کیدلې نشي. سعودي عربستان د خپلو شرعي محکمو څخه دا فرمان ترلاسه کړ چې سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي واجب القتل دی که چېرې ریاض احمد ګوهر شاهي د سعودي په خاوره کې قدم کیږدي، نو هغوی باید ووژل شي.
په پاکستان کې هم سعودي پلوه فرقه ایز عناصر د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي او د هغوی د تعلیماتو د لمنځه وړلو لپاره خپلې هڅې کوي. د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي په وړاندې د کفر ناسم تورونه او بې اساسه قضیې چې د ګستاخۍ قضیه هم پکې شامله ده د دې هڅو بیلګې دي. او څو ځلې د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي د ترور هڅې هم ترسره شوې دي.
اوس په لمر کې هم د ګوهر شاهي انځور ښکاره شوی دی
موږ د پاکستان له حکومت سره د دې قضیو په هکله اړیکه نیولې ده او هغوی ته مو بلنه ورکړې ده چې دا انځورونه وڅېړي او پلټنه یې وکړي. په هرصورت، حکومت د فرقه ییزو عناصرو تر اغیز لاندې د الله دا نښې رد کړي دي. سربیره پر دې د نوازشریف مرکزي حکومت، د سند په ایالتي حکومت باندې فشارونه وارد کړل چې سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي باید په هره ممکنه طریقه را ښکیل، تر فشار لاندې او له منځه ولاړ شي. اوس مهال مونږ د پوځي رژیم سره په اړیکه کې یو ترڅو د دې نښو عادلانه څیړنه ترسره کړي او له دوی څخه غوښتنه کوو چې دا انځورونه، باید د فرقه ییزو عناصرو له ویرې، فشار یا د نفوذ له امله، مسترد نه شي.
د الله دا نښې د فتنې رامنځته کولو لپاره نه دي، بلکه د فتنې لمنځه وړلو لپاره دي. دا یو څرګند حقیقت دی چې د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي پیغام او تعلیمات د خدای په مینه او نړیوالې سولې ولاړ دي، کوم تعلیمات چې د ټولو مذهبونو خلک یې د ځان د اصلاح او پاکولو ته جذب کړي دي او نن هندو، مسلمان، سیک او عیسائي سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي ته د عقیدت له امله په یو میز سره راټولیږي او تاریخ کې دا اولنې ریکارډ دی چې یو مسلمان ته په کلیساگانو، مندِرونو، او ګردوارو کې د وعظ او تقریر لپاره بلنه ورکول کېږي او په درنښت په مسندونو کینول کېږي.
د داسې شخص زړه خوشحاله کول پکار دي څوک چې د هېواد لپاره ویاړ وي او د الله له لوري مامور وي او د چا د صداقت لپاره چې الله نښې راڅرګندې کړې وي او د چا د نظر په برکت چې د خلکو په زړونو کې د الله، الله کیدو پخوا کې، هغوی د الله په محبانو بدل شول.
مګر د ولیانو او د اهلِ بیتو دښمن ملایان او حزبونه د هغوی خلاف لاس یو کړې. دوی هڅه کوي چې د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي په وړاندې د جعلي قضیو، بې بنسټه دسیسو او منفي تبلیغاتو سره د خلکو پام له حجرالاسود څخه واړوي. دا یوه ډیره مهمه او حساسه موضوع ده. د مسلمانانو ایمان په خطر کې دی نو بیا ولې د دې مسئلې د څېړنې لپاره خاموشي اختیار شوې ده؟ په نړۍ کې د حجرالاسود په اړه دومره ډیر منفي او مثبت تبلیغات شوي، چې اوس مهال د هغې مخنیوې ناممکن شوې دی.
حتی هغه عالمان چې په اولیاء کرامو باور لري د سرکار ریاض احمد ګوهر شاهي په وړاندې د خپلې کینې او حسد له امله چوپتیا اختیار کړې ده.
څرنګه چې انځور خورا روښانه دی او دوی نه شي کولې له دې څخه انکار وکړي نو وایي چې پر سپوږمۍ جادو شوې ده. حال دا چې حضور پاک ﷺ فرمایلي و چې پر سپوږمۍ جادو نشي کیدلې. بیا حجرالاسود هم د جادو تر اغیز لاندې راغلې ده؟ که کعبه هم د جادو تر اغیز لاندې راشي نو بیا د مسلمان سره د حفاظت لپاره کوم ځای شته؟ مثال ورکوي چې په حضور پاک ﷺ هم جادو شوې وه، کعبه د حضور پاک ﷺ څخه افضل نده.
بې له شکه چې په حضور پاک ﷺ جادو شوې وه. مګر د جادو د اغیز د لمنځه وړلو لپاره د والناس سورت نازل شوی و. ته هم د والناس په وسیله سپوږمۍ او حجرالاسود پوو کړه، که دا انځورونه له منځه ولاړ نه شول او له مخکې څخه هم زیات روښانه شول په دې صورت کې ته باید حق تسلیم کړی، که نه نو بیا ستا دننه ابوجهل موجود دی.
د ژباړې معلومات
دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.