Skip to content

د کتاب د پیژندنې لپاره یو څو انتخاب شوې ویناوې

۱. که تاسو د یو ځانګړي مذهب پورې تړاو ولرئ مګر د الله له مینې څخه محروم یاست، له تاسو څخه هغه څوک غوره دی چې په کوم مذهب پورې تړاو ونلري مګر د الله مینه په خپل زړه کې ولري.

۲. د مینې ارتباط د زړه سره دی، کله چې د زړه د ضربان سره د الله نوم همغږې کېږي نو دا نوم د وینې په وسیله رګ، رګ ته په تللو روحونه راویښوي بیا روحونه د (الله د نوم) د نور څخه ډک او د الله د مینې په لور حرکت کوي.

۳. د رب هر نوم که په هره ژبه کې وي هغه قابل د تعظیم دی، مګر د رب اصلي نوم په سریاني ژبه کې (چې د عرش ژبه ده) الله دی، په همدې نوم پرښتې هغه یادوي او دا نوم د هر نبي د کلمې سره تړلې دی.

۴. هر څوک چې د پاک زړه سره په بحر وبر کې د رب په لټون کې وي، هغه هم قابل د تعظیم دی.

۵. دنیا ته په ورته وخت کې مختلفو سیمو ته بیلابیل آدمان راغلل. ټول آدمان پر ځمکه، د ځمکې له خټې څخه جوړ شول، البته یوازې وروستې آدم څوک چې په عربو کې خښ دی د جنت له خټې څخه جوړ شو، د هغه سربیره بل هیڅ یو آدم ته پرښتو سجده نه وه کړې. ابلیس یوازې د وروستي آدم د اولاد دښمن دی.

۶. د انسان په جسم کې ۷ ډؤله مخلوقات موجود دي،‌ چې د بیلابیلو آسمانونو،‌ مختلفو جنتونو او د انسان په جسم کې د بیلابیلو کارونو سره تړاو لري. که دا روحونه د نور په وسیله ځواکمن شي، بیا دا روحونه د همدې انسان په صورت، په ورته وخت کې څو ځایونو ته، حتی د ولیانو او نبیانو مجلسونو ته ځان رسوي، تر دې چې د رب سره همکلام یا د هغه دیدار ته رسیدلې شي.

۷. د هر انسان دوه مذهبونه وي، یو د جسم مذهب کوم چې د مرګ څخه وروسته لمنځه ځي، دویم د روحونو مذهب، چې د ازل د ورځې څخه موجود و، یعنی د الله سره مینه، د دې په وسیله د انسان مرتبه لوړيږي.

۸. د ټولو مذهبونو څخه پورته د رب عشق دی او د ټولو عبادتونو نه پورته د رب دیدار دی.

۹. د انسان، څارويو، ونو، او جماداتو په اړه معلومات،‌ دا چې څرنګه په وجود کې راغلل او ولې ځینې حلال او ځینې حرام کړې شول.

۱۰. د روحونو او پرښتو د امر کُن څخه مخکې کومو مخلوقاتو شتون درلود؟ هغه کوم سپې و چې په حضرت قطمیر بدل او جنت ته به ځي؟ او هغه کومه خلک دي چې د ازل د ورځې څخه یې کلمه ویلې وه؟

هغه د کوم بنده راز دی چې په دې کتاب کې درج شوی نه دی؟
د معلوماتو او څیړنو لپاره دا کتاب ضرور ولولئ

د ژباړې معلومات

دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.

د چاپ حق © 2026 مهدي فاونډېشن نړیوال