Skip to content

د الله دین (دیــن الٰهــي)

په دې نړۍ کې ټول ادیان د نبیانو په وسیله منځته راغلل. البته له دې دنیا څخه مخکې، الله پخپله عشق،‌ پخپله عاشق، پخپله معشوق و. او هغه روحونه کوم چې د خدای په قرب،‌ جلوه او محبت کې مصروف وو، هماغه عشق الٰہي،‌ دین الٰہي او دین حنیف دی. بیا همدې روحونو دنیا ته د راتلو سره سم د الله لاسته راوړو لپاره خپل ځانونه او مالونه قربان کړل. دا علم مخکې تر خاص پورې محدود و،‌ اوس د روحانیت په وسیله عام ته هم ورسید.

حدیث، حضرت ابوهریره: ماته له حضور پاک ﷺ څخه دوه ډؤله علم حاصل شو یو می تاسو ته بیان کړ،‌ دویم که درته ووایم نو تاسو به ما قتل کړئ!

کله چې د اوبو له حوض څخه وچ شوي کتابونه راویستل شول، مولانای روم وپوښتل: این چېست؟ شاه شمس وویل:

"ایں آں علم است کہ تو نمی دانی۔"
دا هغه علم دی چې ته له هغې څخه ناخبره یې

کله چې موسی وویل: آیا کومه بل علم هم شته؟ الله وفرمایل: د خضر خواته لاړشه!

د هر لمونځ کوونکي دعا:
ای الله ماته د هاغو خلکو مستقیمه لار را وښایه په کومو خلکو چې تا انعام کړې!

علامه اقبالؒ: په دې باندې به د دوه رکعتونو غریب امام څه پوه شي!

هغو روحونو ته چې د ازل څخه مرتبه ورکړل شوې وه، د چا سره چې الله مینه کوي او د دوی هم پر الله مینه راځي، دنیا ته د راتلو سره سم د رب د نوم اخیستونکي شول، لکه عیسیؑ د مور په غیږه کې په خبرو راغلې و او ویلي یې و چې زه نبي یم، البته حضرت مريم ته د عیسی د زیږیدلو څخه مخکې جبرائیل بشارت ورکړې و. د موسی په هکله فرعون ته وړاندوینه شوې وه چې په پلانکۍ قبیله کې به یو ماشوم دنیا ته راځي چې ستا د تباهۍ لامل به ګرځي او د الله خاص بنده به وي. حضور پاک ﷺ هم ویلي و چې: زه دنیا ته له راتګ څخه مخکې هم نبي وم. ګڼ شمېر محب او ازلي روحونه په بیلابیلو مذهبونو او مختلفه جسمونو کې موجود دي.

تبـصره

الله ۱۲۴۰۰۰ پیغمبران او پنځه مرسلین دنیا ته د خلکو د هدایت لپاره را ولیږل،‌ او دوی ۳۱۳ بیلابیل دینونه تأسیس کړل تر څو خلک په آسانۍ سره د دوی د هدایاتو په عملي کولو جنت ته چې د دوی منزل دی ورسیږي.

دین په لغت کې د ژوند د طرز په معنی دی. د الله دین یعنی د الله د ژوند کولو طرز. د الله ژوند د الله دین دی او د دې دین قدامت د الله تر قدامت پورې رسیږي. خدای ټوله مینه، مینه ده او هغه هره ورځ د خپلو صفاتو اظهار کوي. که څوک وغواړي چې د الله په طریقه ژوند وکړي نو باید د الله دین اختیار کړي. زیات شمېر علما ممکن د دې موضوع خصوصي نوعیت او باریکیانی درک نشي کړلې مګر دا یو څرګند حقیقت دی چې د الله دین تر ټولو ادیانو پورته دی.

د ژباړې معلومات

دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.

د چاپ حق © 2026 مهدي فاونډېشن نړیوال