Skip to content

د انا لطـیفه

دا مخلوق په سر کې وي. بې رنګه دی. د یاهو ذکر د دې معراج دی او همدغه مخلوق د طاقتور کیدو وروسته د خدای دیدار ته رسیږي او د هغه سره کلام کوي. دا د عاشقانو مقام دی. د دې ترڅنګ ځینې خواصو ته د الله له لوري نور مخلوقات هم ورکول کېږي لکه، طفلِ نوري یا جُسهؑ توفیق الٰہی، د دوی مرتبه بیا د عقل څخه پورته ده.

د انا د لطیفې په وسیله دیدار الٰهي په خوب کې ترسره کېږي

د جُسهؑ توفیق الٰہی په وسیله د رب دیدار په مراقبه کې ترسره کېږي

او

د طفلِ نوري خاوندان په هوش او حواسو کې دیدار ترسره کوي

همدوی ته په دنیا کې قدرتُ الله ویل کېږي، دوی کولې شي چې څوک د عبادت او ریاضت او که وغواړي، د نظر له لارې مقامِ محمود ته ورسوي.د دوی په نظر: څه مسلمان څه کافر… څه ژوندی څه مړ، ټول سره برابر دي. لکه غوث پاکؓ چې د یو نظر په وسیله یې، غل د قطب درجې ته ورساوه. یا ابوبکرِ حواري یا منګا ډاکو هم د دې خلکو د نظر له برکته د پیرۍ مرتبې ته ورسیدل.

پنځه واړه مرسلانو ته په ترتیب سره د بیلا بیلو لطائفو علم ورکړل شو. له همدې امله په روحانیت کې د وخت په تیریدو سره پرمختګ وشو. د هرې یوې لطیفې ذکر چې ترسره کړې د هغې اړوند مرسل سره د تعلق او فیض حقدار به شۍ. او هره لطیفه چې د تجلۍ د اثر لاندې راشي د دې انسان ولایت به د هماغه نبي په قدم وي. ۷ آسمانونو ته تګ او د ۷ جنتونو د مدارجو لاس ته راوړل هم د دې لطائفو په وسیله ترسره کېږي.

د ژباړې معلومات

دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.

د چاپ حق © 2026 مهدي فاونډېشن نړیوال