Skip to content

د رسـولانو کلمې عـبارت دي لـه:

د عیسویانو کلمه

لا الٰه الا الله عيسىٰ روح الله

د الله ماسوا هیڅ څوک معبود نه دی عیسی د الله روح دی

د یهودیانو کلمه

لا الٰه الا الله موسی کلیم الله

د الله ماسوا هیڅ څوک معبود نه دی موسی د الله سره کلام کوي

د ابراهیمیانو کلمه

لا الٰه الا الله ابراھیم خلیل الله

د الله ماسوا هیڅ څوک معبود نه دی ابراهیم د الله دوست دی

د مسلمانانو کلمه

لااله اله الله محمد رسول الله

د الله ماسوا هیڅ څوک معبود نه دی محمد د الله رسول دی

حال دا چې د هنداونو او سیکانو دین د آدم او د نوح د دین یوه کړۍ ده. د آدم د حجرالاسود (ډبرې) ته د تعظيم په وجه په دوی کې هم د ډبرو د عبادت رواج راغلې دی. د نوح د کښتۍ پاتې خلکو هم هندوستان ته په ورتګ سره هلته تبلیغ کړې و، او د خضرؑ څخه هم د دوی ګروو (ملایانو) فیض ترلاسه کړې و، او د دوی په دعا ګانو کې د آدم (شنکرجي) او د خضر (وشنو مهاراج) نومونه هم شامل دي.

د هر مذهب خلک که په هره ژبه خبرې وکړي مګر دا کلمې چې د الله په سریاني ژبه کې دي، د دې مذهبونو د هویت او د نجات وسیله ده. عام انسان لپاره هره ورځ لږ تر لږه (۳۳) ځلې الله او رسول سبا او بیګا یادول ضروري دي. دنیاوي مصیبتونو څخه د خلاصون لپاره هره ورځ (۹۹) ځلې سبا او بیګا او یا څومره چې ممکنه وي تکرار یې وکړئ، د مصیبت د ټالولو لپاره پنځه زره (۵۰۰۰)، پنځه ویشت زره(۲۵۰۰۰) یا دوه اویا زره(۷۲۰۰۰) ځلې څو کسان په یو نشست کې په ناسته سره ویلې شي. د ذکر وروستې حد، یو لک پنځویشت زره (۱۲۵۰۰۰) دی.

د زړه د پاکولو او د ګناهونو د داغونو د لرې کولو لپاره د انفاس د ذکر مشق: د ساه اخیستلو پر مهال لا اله الا الله او د ساه ویستلو په وخت کې د کلمې وروستۍ برخه ووایئ، د ساه ویستلو پر مهال په زړه تمرکز وکړئ. د الله د مینې او قرب لاس ته راوړو لپاره بله طریقه هم شته چې د رب د رضا پرته ستونزمنه ده. په کتاب کې د ذکر شوې طریقې سره سم، د زړه له ضربان څخه باید تسبيح جوړې شي او د زړه د ضربان سره باید د الله لفظ همغږې شي. دا تمرین هره ورځ څومره چې امکان ولري ترسره کړئ. د چا د تمركز په وسیله، د چا پرته له تمرکز څخه، او د چا د قلب او روح د بیداره کیدو وروسته ذکر جاري کیدلې شي.

د الله د دوستانو ذکر په ورځ کې دوه اویا زره (۷۲۰۰۰) وي البته د عاشقانو ذکر یولک پنځویشت زرو (۱۲۵۰۰۰) ته رسیږي.
که لطائف هم په ذکر راشي نو د دې انسان د ذکوریت شمېره د کراماَ کاتبین له وسې وځي.

کوئی فرش پر کوئی عرش پر
کوئی کعبے میں کوئی روےِ خدا

څوک پر فرش څوک پر عرش
څوک په کعبه کې څوک د خدای مخامخ
(تریاق قلب)

د مذهبونو خاوندان دې د الله د نوم ترڅنګ د خپل نبي نوم هم په زړه کې د ځای پر ځای کولو هڅه وکړي، ترڅو د الله نوم په کنټرول کې را شي. د وجد، جذب یا جلال په صورت کې د نبي کلمه تر هاغه وخت پورې ولولئ تر څو چې دغه حالت ختم شوې نه وي او پر سترګو لیدلې مرشد هم په خپل تصور کې راولئ ترڅو د هغه روحاني ځواک، الله په زړه باندې نقش کړي. که څوک بې مذهبه وي، خدای خبر چې د هغه نصیبه به د چا سره وي، یا کیدلې شي چې هیچا سره نه وي. هغه دې په نوبت سره د مشق په دوران کې د پنځه واړه مرسلانو د نوم تصور وکړي او هر یو په سترګو لیدلي ولي باندې چې باور ولري د هغه تصور دې هم وکړي. بیا ته چې د چا په بند (نصیبه) کې یې هغه به له دننه څخه خبرې پیل کړي، یعنی ستا رخ به د مینې په لور وګرځوي او زړه به دې د مرشد لوري ته مایله شي.

په تاریخ کې ذکر شوي چې یوه زمانه کې اهلِ کتاب په یو میز سره راټول شوي وو، د یو بل سره د خوراک او څښاک او د بین المذهبي ودونو اجازه هم ورکړل شوې وه. په ورته ډول، په اوسني عصر کې به اهلِ ذکر سره یوځای شي. د اهل کتابو موضوع لنډ مهاله وه ځکه چې کتاب یې تر خولې وه…..بیا وواته او دا به تلپاتې وي، ځکه چې د الله نوم او د هغه نور به د دوی په وینه او زړه کې داخلیږي. هغه ناروغي چې وینې ته سرایت وکړي یا د چا مینه چې زړه ته ننوځي، وتل یې ګران کار دی.


اوبه اوبه دي مګر کله چې په ټکر شي بریښنا ورڅخه جوړیږي. شیدې چې کله شربل کېږي نو کوچ ورڅخه جوړیږي. په همدې ډؤل د آسماني کتابونو د اصلي آیتونو د تکرار څخه نور منځته راځي. د آیتونو او د الله صفاتي نومونو د تکرار څخه صفاتي نور جوړیږي او د دې نور لاسرسې د ملائکو تر جهان پورې دی. چې بلواسطه دي. دا د وحدت الوجود مقام دی. البته، د الله د ذاتي نوم د تکرار سره د نور لاسرسې ذات ته رسیږي چې بلاواسطه دی. دا د وحدت الشهود سره تعلق لري.


زیات شمېر خلک د خپل مذهب د نبي او د ولیانو ډیر احترام کوي، عقیدت او مینه ورسره لري مګر د نورو مذهبونو د نبیانو او ولیانو سره بُغض، عِناد او دښمني پالي. داسې خلک هم د الله له لوري کومه مرتبه نه شي ترلاسه کولې ځکه د چا سپکاوې چې کوي هغوی هم د الله د دوستانو له جملې څخه دي او د الله په خوښه په بیلابیلو مذهبونو او قومونو کې په دندو ګومارل شوي دي.

د ژباړې معلومات

دا ژباړه د ټولنې پر بنسټ ولاړه ده او دقت او د اصلي متن سره مطابقت یقیني کولو لپاره تایید ته اړتیا لري.

د چاپ حق © 2026 مهدي فاونډېشن نړیوال